مصر: اپوزېسیون وايي رایې اچونه کې درغلۍ شوې

د خپريدو وخت: 06:22 گرینویچ - دوشنبه 24 ډسمبر 2012 - 04 مرغومی 1391

د مخالفانو ویندوی امرحمزاوي قاهره کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې موږ د ټاکنو له کمېسیونه غواړو، په رسمي توګه د پایلو له اعلانه مخکې د تر سره شویو ګډوډیو په اړه څېړنه وکړي.

ټاکل شوې، چې مصر کې د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه د رایې اچونې د رسمي پایلو اعلان د دوشنبې پر ورځ وشي، خو بل لور ته د مصري اپوزېسیون یو شمېر غړو ویلي، چې رایې اچونه کې درغلۍ شوې.

د رایې اچونې د پایلو له اعلانه مخکې څرګنده شوې، چې اکثره خلکو د مسودې د تایید لپاره رایې ورکړې.

مصر کې د اپوزېسیون ګوندونو د اتحاد د لویې ډلې غړو تور لګولی، چې درایې اچونې پر ورځ د رایې اچولو مرکزونه ناوخته پرانیستل شول او اسلام پالو هڅه وکړه، چې پر رایې ورکوونکو تاثیر وکړي.

د مخالفانو ویندوی امرحمزاوي قاهره کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې موږ د ټاکنو له کمېسیونه غواړو، په رسمي توګه د پایلو له اعلانه مخکې د تر سره شویو ګډوډیو په اړه څېړنه وکړي.

د مخالفو ګوندونو یوه بل ویندوی خالد داود بي بي سي ته وویل، چې اپوزېسیون به د پایلو پر اعلان اعتراض ونه کړي، چې د دوی په باور (هو) به وي، خو په رایې اچونه کې ګډوډۍ شوې.

دویم پړاو کې د اچول شویو رایو له شمېرنې وروسته به يایلې اعلان شي.

د ولسمشر مرسي د ګوند له خوا د وړاندې شوې مسودې په اړه مصریان وېشل شوي او د دې پایلو اغېز به تر ډېره مصر کې ولیدل شی.

د رایې اچونې له لومړنیو پایلو سره سم په رایې اچونه کې ۳۰ سلنه مصریانو ګډون وکړ او د رایې اچوونکو ۶۰ سلنه ګډونوالو د مسودې لپاره د تایید رایې ورکړه.

قاهره کې د بي بي سي خبریال وايي له تصویب وروسته به د روانې اوونۍ په اوږدو کې یاد قانون پلي شي، خو هغه بحران چې ورسره پیل شو، لاهم پای ته نه دی رسېدلی.

ټاکل شوې، چې راتلونکي کال کې به مصر کې د پارلمان لپاره هم ټاکنې وشي، چې د نوي اساسي قانون له مخې به وشي.

د مصر مرستیال ولسمشر محمود مکي د تېرې شنبې په ورځ استعفا کړې ده.

ښاغلی مکي د سږ کال په اګست کې د مرستیال ولسمشر په توګه ټاکل شوی و.

له مرستیال ولسمشر محمود مکي سره سره د مصري ولسمشر محمد مرسي اووه نژدې کسانو استعفا کړې.

نوموړي ویلي، دا چې هغه یو قاضي دی، د سیاسي کار له طبیعت سره اړخ نه لګوي.

له محمود مکي سره سره د مصري ولسمشر محمد مرسي اووه نژدې کسانو استعفا کړې.

له استعفا وروسته د لوستل شوي بیانیې له مخې معلومېدل، چې د محمد مرسي د ډېر واک تر لاسه کولو په اړه هغه هېڅ معلومات نه درلودل.

قاهره کې د بي بي سي خبریاله شایمه خلیل په خپل رپوټ کې کاږي، چې د محمود مکي له څرګندونو معلومېدل، چې د مهمو پرېکړو په اړه د نوموړي باور نه دی تر لاسه شوی.

نوي اساسي قانون کې د مرستیال ولسمشر یادونه نه ده شوې او له همدې امله یو شمېر کتونکي وايي، چې محمود مکي ته خپل راتلونکی څرګند و ، ځکه یې د لارې بیلتون غوره وباله.

ولسمشر مرسي او پلویان یې وايي، چې نوی اساسي قانون به جمهوریت خوندي کړي.

دا مهمه خبره ده، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ولسمشر مرسي ته نژدې ۷ کسانو استعفا کړې او له دوی نه اکثره کسانو د خپلې استعفا وجه هغه څه ښودلي، چې محمود مکي یې یادونه وکړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .