د فېلېپين او مورو اسلامي جبهې ترمنځ د سولې تړون

د خپريدو وخت: 12:36 گرینویچ - پنجشنبه 27 ډسمبر 2012 - 07 مرغومی 1391

مراد ابراهيم د مورو ډلې لومړی مشر دی، چې مانيلا کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورځي

فېلېپين د ۲۰۱۲ کال د اوګتوبر پر ۱۵ مه د دغه هېواد مسلمانانو تر ټولو سترې وسله والې ډلې د (مورو ازادۍ اسلامي جبهې) سره د سولې پلان يو چوکاټ لاسليک کړ.

پر دغه تړون له اوږدو خبرو وروسته سلا وشوه، چې موخه يې په فېلېپين کې د ۴۰ کلنې شخړې پای ته رسول و.

د سولې پر دغه تړون د اوکتوبر په لومړيو کې د ماليزيا په منځګړتوب هوکړه شوې وه. د تړون له مخې به د فېلېپين په جنوب کې چې ډېری وګړي يې مسلمانان دي، يو کورواکه سيمه جوړېږي.

امان الله عمران په خپل ځانګړي راپور کې د فېلېپين حکومت او د دغه هېواد جنوب کې مورو مسلمانانو تر منځ شخړې او بيا د سولې شوي تړون ته کتنه کړې ده.

د شخړې مخينه

جنوبي فېلېپين د شخړو او جګړو اوږد تاريخ لري. په دغه سيمه كې د مسلمانو بېلتونپاليو په ګډون، کمونستان او ملېشې هم فعالې دي، او ورسره نورې بېلابېلې جنايتکاره ډلې هم فعاليت کوي. د مسلمانانو دری ډلې دي، چې د (مورو ملي ازادۍ جبهه) يا (MNLF) د مورو ازادۍ اسلامي جبهه (MILF) او د ابو سياف په نامه ډلې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.

په ماليزيا کې د نړيوال اسلامي پوهنتون د سياست پوهنې څانګې استاذ وهاب الدين رئيس وايي دغه اسلامي ډلو د فېلېپين جنوب کې له اوږدې مودې د ازادۍ په موخه وسله مقاومت ته مخه کړې ده.

"دوی هم د نورو ځايونو په څېر په دې هڅه يو شمېر ډلې جوړې کړې چې د فېلېپين له حکومته ازادي واخلي. نو له لومړيو يې د حکومت پر وړاندې په مقاومت پيل وکړ."

"جنوبي فېلپين د شخړو او جګړو اوږد تاريخ لري. په دغه سيمه كې د مسلمانو بېلتونپاليو په ګډون، کمونستان او ملېشې هم فعالې دي"

فېلېپين په جنوب ختيځه اسيا کې داسې هېواد دی چې لسيزې اوږده موده د ديني او توکميزو توپيرونو له امله له کورنۍ جګړې رنځ ګالي. د نړۍ په نورو برخو کې د شخړو ښکېلو غاړو ترمنځ د ورته تړونونو له مخې جوړجاړي ته رسېدنه شوې ده. د امريکا يوټا پوهنتون استاذ عبد القيوم مومند چې د سولې تړونونو څېړنه کوي، وايي د سولې ټينګښت او دوام لپاره بايد خبرې اوږ مهاله وي:

"بنسټيزه خبره دا ده چې د باور فضا هم په لومړيو کې رامنځته شي او هم په ورسته وختونو کې دوام وکړي. خبرې هم دايمې وي چې له مخې يې داسې بنسټونه جوړ شي چې له لارې يې ټولې ښکېلې ډلې يوه پوهاوي ته ورسېدی شي."

د مانيلا تړون د ماليزيا په منځګړتوب له اوږدو خبرو وروسته لاسليک شو، چې موخه يې د ۴۰ کلنې شخړې پای ته رسول دي. د فېلېپين په دغه لسيزه اوږده ناکرارۍ کې اټکل ۱۲۰ زره کسان وژل شوي دي. د تړون له مخې به اوس د فېلېپين جنوب ځينو برخو کې د بانګسا مورو په نامه يوه نوې کورواکه سيمه جوړېږي. د فېلېپين ولسمشر بېنېنو اکينو چې د لاسليک له مراسمو مخکې يې د تړون اعلان کړی و، دغه ګام يې د خپل هېواد جنوب کې د سولې راتلو پيلامه وبلله:

"دا تړون په مينداناو کې د وروستۍ او تلپاتې سولې لپاره لار هواروي، او ټولې پخوانۍ بېلتونپالې ډلې راشريکوي. د مورو ازادۍ اسلامي جبهه له دې وروسته د يو بېل هېواد جوړولو لپاره لېواله نه ده."

سوله د کړکېچ حل لار

مينداناو د فېلپين جنوب کې يو ستر ټاپو دی، ډېری استوګن يې مسلمانان دي چې د اسپانوي نيواک پر مهال مورو ياد شوي، او د فېلېپين نورو برخو سره چې ډېری برخه کاتوليک مسيحيان دي له کلتوري، تاريخي او توکميز پلوه توپير لري. نور مسواري په ۱۹۷۱ کال کې د مورو خپلواک ولس يو دولت جوړولو لپاره د فېلېپين پر وړاندې د جګړې په موخه د مورو ازادۍ جبهه جوړه کړه.

"دا تړون په مينداناو کې د وروستۍ او تلپاتې سولې لپاره لار هواروي، او ټولې پخوانۍ بېلتونپالې ډلې راشريکوي"

ولسمشر بېنېنو اکينو

خو د کلونو په تېرېدو په وړو ډلو وېشل شوې، او اوس باور دی چې کمزورې شوې ده. د مورو ازادۍ اسلامي جبهه بيا د فېلېپين تر ټولو ستره وسله واله اسلامي ډله بلل کېږي. دغه ډله په ۱۹۸۱ کال کې وروسته له هغه جوړه شوه، چې مشر يې سلامت هاشم په ۱۹۷۸ کال کې له اصلي ډلې د مورو ازادۍ جبهې نه بېل شو.

د ماليزيا نړيوال اسلامي پوهنتون استاذ وهاب الدين رئيس وايی مسلمانان اوس پر دې باور دي چې خپلې موخې ته له پوځي لارې نه شي رسېدی:

"مسلمانان دې نتيجې ته ورسېدل چې د دغې مسئلې حل له پوځي لارې نه شي کېدی، او بل دا چې د خپلواکۍ خپلې غوښتنې په اړه هم دې نتيجې ته رسېدلي، چې هغه هم يوه ناشونې خبره ده، نو د همدې بنسټ له مخې دوی دې چمتو شوي چې د فېلېپين له حکومت سره خبرې وکړي."

د مورو ازادۍ اسلامي جبهې اوسنی مشر مراد ابراهيم چې د خپل عمر په ۶۰ مو کلونو کې دی، د خپلې ډلې لومړی مشر دی، چې مانيلا کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورځي. دی او د ده جنګيالي چې د تړون لاسليکونې پر مهال يې خپلو سيمو کې لمانځنې کولې، داسې ښکارېدل چې له جګړې او نارميو ستړي شوي او سولې ته سترګې پر لار دي. په خپله مراد ابراهيم تړون د خپلو خلکو لپاره تاريخي سند وباله:

"موږ په خپل تاريخ تر ټولو مهم سند لاسليک کړ. يو داسې ارزښتناک سند چې زموږ خلکو ته د مورو خپله پېژندنه او خپل پلرنی ټاټوبی ورکوي. د دوی حق چې پر خپل ځان واکمني وکړي، او دا ځواک ورکوي چې خپل برخليک او راتلونکی په خپل لاس وکاږي."

د حل لارې پيل

فېلېپين کې د شخړې دواړه غاړې پوهېږي چې دا تړون د سولې پر لار د پيل ګام دی

خو په فېلېپين کې د شخړې دواړه غاړې پوهېږي چې دا تړون د سولې پر لار د پيل ګام دی. تړون چې هوکړه ليک بلل شوی، يوازې يو چوکاټ دی چې نور جزئيات هم بايد ورزيات شي. خو د ولسمشر بنېنو اکيو په څېر ډېری فېليپينيان په احتياط سره هيلمن دي، چې دوی يو ګام نور هم سولې ته ورنژدې دي:

"کار دلته پای ته نه رسېږي. لا تر اوسه داسې جزئيات شته چې دواړه غاړې بايد پرې راغونډې شي. ژمنې بايد وساتل شي، د هېواد او سيمې په کچه بايد موسسې سمې شي، نوي استعدادونه بايد ورزل شي."

هيله دا ده چې دغه تړون د ښاغلي اکينو ولسمشرۍ دورې تر پايه ۲۰۱۶ کال پورې پلی شي. خو د سولې مخکيني تړونونه مات شوي، لومړی تړون په ۱۹۷۶ کال کې شوی و، چې بيا يې د ماتېدو پايله کې د مورو ازادۍ اسلامي جبهه جورړه شوه، بيا په ۱۹۹۶ کال کې د تړون له مخې نيمه کورواکه سيمه جوړه شوه، خود مورو ډېری وګړيو باور کاوه چې سيمه يې ډېره وړه او واک يې کم و.

په ۲۰۰۸ کال نوی تړون رامخکې کړی شو، او د ګلوريا ارويو حکومت ويل چې له مورو ازادۍ اسلامي جبهې سره يې د مسلمانانو کورواکې سيمې پر پولو ټاکنه سلا کړې ده. خو د فلېپين سترې محکمې د هغه مهال هوکړه له خپل اساسي قانون سره په ټکر کې وبلله، او د خبرو ناکامۍ د تاوتريخوالي تازه څپه پرانيسته.

خو دا چې دا ځل د شوي نوي تړون برياليتوب لپاره هيلې پر څه ولاړې دي، د ماليزيا اسلامي پوهنتون استاذ وهاب الدين رئيس يې مهمو ټکيو ته اشاره کوي:

"موږ په خپل تاريخ تر ټولو مهم سند لاسليک کړ. يو داسې ارزښتناک سند چې زموږ خلکو ته د مورو خپله پېژندنه او خپل پلرنی ټاټوبی ورکوي"

مراد ابراهیم

"دغه تړون ۴ کاله وخت تر مخ لري چې خپل پوخوالي ته ورسېږي، بل دا چې د ماليزيا حکومت دې ته ډېر پام کوي چې د فېلېپين ستونزه حل شي او په سيمه کې سياسي ثبات رامنځته شي. د دې امکان شته چې ماليزيا پر مسلمانانو فشار راوړي، او فکر کوم د ماليزيا حکومت پر دوی باندي اغېز لري. بل دا چې د فېلېپين ولسمشر بل ځل ټاکنو ته نه شي درېدلی، نو غواړي د فېلېپين خلکو لپاره يو ميراث پرېږدي، چې د مسلمانانو د ستونزې حلول دي."

نورې وسله والې ډلې

فېلېپين له څه د پاسه ۷ زره ټاپوګانو جوړ شوی، او د وګړيو شمېر يې ۹۵ مليونو ته رسېږي. په ميندناو کې د مورو ازادۍ جبهې سربېره په جنوب لوېديځ جولو ټاپو کې د ابوسياف په نامه وړه خو تر ټولو توندلارې ډله هم د بېلتونپالۍ فعاليت کوي، چې له القاعدې سره تړلې بلل کېږي. دوی په تښتونو او بمي بريدونو پېزنل شوي، او موخه يې په مينداناو او سولو ټاپوګانو کې د خپلواک اسلامي دولت جوړول دي.

پر دوی سربېره د وسله والو ترمنځ يوه هم د فېلېپين کمونست کمونستانو ګوند دی، چې د خلکو نوي پوځ په نامه پوځي څانګه يې له ۱۹۶۹ کال راهيسې يې ددغه هېواد بېلابېلو برخو کې ګورېلايي بريدونه کړي دي. د فېلېپين پوځ په ۲۰۱۱ کال کې د خلکو نوي پوځ له شتوالی د لږترلږه ۲۳ ولايتونو پاکوالي اعلان وکړ، خو د فلېپين کمونست ګوند دا ادعا ردوي.

د فېليپين حکومت او کمونست ګوند ترمنځ د لوړې کچې تر ټولو تازه خبرې په ۲۰۱۱ کال کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې شوې، خو لا تر اوسه يې ترمنځ کوم تړون ته رسېدنه نه ده شوې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .