اذربایجان د فساد افشا کوونکې مړینه پلټي

د خپريدو وخت: 04:50 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391
سيو نج با باى وا

سيو نج با باى وا ، چې د پوهنتون د کتابتون مشره وه هم خپله دنده پرېښوده.

اذزبايجان او ترکيه د هغې ښځې د مړينې په اړه پلتنه کوي، چې په پټه اخيستل شوي يوه ويډيويي فلم کې چې اټکل کېږي ریښتینى دى، په اذزبايجان کې په لوړه کچه له فساده پلو پورته کوي.

سيو نج با باى وا د ترکیې د استانبول په ښار کې په يوه روغتون کې مړه شوې ده، د روغتون چارواکي وايي ٣٩ کلنه با باى وا، د چارشنبې په ورځ په بل نامه په روغتون کې بستري شوې وه، او د زړه د درېدو له امله مړه شوه.

څو اوونۍ دمخه په اذربايجان کې چارواکو ويلي وو چې اغلې با باى وا ، له هېواده تښتېدلې ده.

په پټه اخيستل شوې دي فلم کې د اذربايجان د واکمن گوند يو بانفوذه شخيصت ښودل شوې چې له هغه سړي څخه د يو ميليون ډالر رشوت غوښتنه کوي چې غواړي په ولسي جرگه کې د واکمن گوند استازى شي.

يوه ښځه چې څېره ېې سيو نج با باى وا ته ورته ده د خبرو پر مهال په دفتر کې ليدل کېږي، او هغه کس چې ورڅخه د رشوت اخيستلو غوښتنه شوي وه په اذربايجان کې د يوه شخصي پوهنتون ريیس و.

دى وايي چې دغه ويډيويي فلم یې په ٢٠٠٥ م کال کې جوړ کړى و، خو د روان کال په سپتمبر کې په فرانسه کې چې دى اوس هلته په جلا وطنۍ کې شپې او ورځې تېروي، خپور کړ.

د نوى اذربايجان گوند که څه هم چې هېواد په اوسپنيز مټ اداره کوي په دي اړه گام پورته کولو ته اړ شو.

د گوند جگپوړي چارواکي په کلکه دا ردوي چې گواکي د ولسي جرگې څوکۍ پلورل کېږي.

په ويډيويي فلم کې ښودل شوي استازې دا ردوي چې گواکي دې د رشوت غوښتنه کړې وه.

خو له دې پېښې لږ موده وروسته نوموړې د ولسي جرگې له غړيتوبه استعفا وکړه او بيا ورپسې له واکمن گوند څخه هم وشړل شوه.

سيو نج با باى وا ، چې د پوهنتون د کتابتون مشره وه هم خپله دنده پرېښوده.

خو وروسته څارنوالانو په يوه بله جلا قضيه کې پر نوموړې د درغلۍ او جعل کارۍ تور پورې کړ.

څو اوونۍ وړاندې اذري چارواکو ويلي وو چې اغلي با باى وا له هېواده تښتېدلې ده او د هغې د نيولو امر يې صادر کړ.

خو اوس داسې برېښي چې نوموړې د ترکیې د استابنول ښار په یوه کرايي کور کې اوسېده.

د چارشنبې په ورځ سخته ناروغه شوه او په روغتون کې مړه شوه.

په ٢٤ ساعتونو کې د ننه ترکي چارواکو د دې اصلي هويت مالوم کړ، خو ددي حقيقت مالومول به ښايي ډېر وخت ونيسې چې تر مړينې د مخه اغلې با باى وا ته څه پېښ شوي ول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .