ډیلي کې سخت امنیتي تدبیرونه نیول شوي

د خپريدو وخت: 05:37 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

د انډیا ګېټ سیمه کې په هر ډول مظاهرو بندیز لګېدلی او دې لور ته تللې ټولې لارې تړل شوې دي.

د ډاکټرانو په وینا هغې مېرمنې د سنګاپور په روغتون کې ساه ورکړه، چې په نوي ډیلي کې پرې ډله ییز جنسي تېری شوی و.

د هند په پلازمېنه ډیلي کې د ډله ییز جنسي تېري د ښکار شوې مېرمنې له مړینې وروسته ډېر خلک د مظاهرو لپاره سړکونو ته راوتلي دي. له همدې امله په ډیلي ښار کې کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي.

سنګاپور کې د ماونټ الزیبت روغتون مسوولینو ویلي، چې نوموړې د شنبې په سهار ژوند له لاسه ورکړ.

د یاد روغتون مشر کیون لو وویل" په ډېره خواشینۍ سره وایم، چې هغې د ډسمبر په ۲۹ سهار پاو کم پنځه ساه ورکړه. د هغې مړینه په ارامۍ سره وه. د زنکندن پر مهال یې د کورنۍ غړي او د هندي کونسلګرۍ چارواکي موجود وو."

د پنجشنبې په ورځ سنګاپور ته له رسېدو مخکې په هند کې د نوموړې درې جراحي عملیات وشول.

پر سر او نور بدن د لګېدلو سختو ټپونو له امله د هغې د بدن غړو کار پرېښود.

په بیانیه کې دغه راز ویل شوي، چې هغې تر ډېره په زړورتیا د خپل ژوند لپاره مبارزه وکړه، خو په بدن لګېدلي ټپونه یې ډېر سخت وو.

د نوموړي په خبره یاد روغتون ته له رسېدو سملاسي وروسته د اتو کسانو متخصصو ډاکټرانو ډلې د هغې درملنه پیل کړه، خو د هغې د ټپونو حالت ورځ تر بلې په خرابېدو شو.

په سنګاپور کې د بي بي سي خبریال پنیت سنګ وايي د روغتون په هغه برخه کې، چې نوموړې مېرمن په کې ساتل کېده، سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې هغه ځای ته لاړ شي او یا د هغې د کورنۍ له غړو وویني.

زموږ د خبریال په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه روغتون په ټولو اړینو تجهیزاتو سمبال دي او په کې د مهمو شخصیتونو درملنه کېږي

، له همدې امله په عام حالت کې هم دلته کلک امنیتي تدبیرونه نیول کېږي، خو د دې پېښې د ځانګړتیا له امله په کې امنیتي تدبیرونه ډېر شوي دي.

د ډله ییز جنسي تېري دغه پېښه په نوي ډیلي کې د ډسمبر په ۱۶ وشوه، چې په ښاري بس کې یو شمېر ناستو کسانو پر وژل شوې ۲۳ کلنې مېرمن تېری وکړ او له زور زیاتي وروسته یې هغه له خپل ملګري سره له بسه بهر ته وغورځوله.

"د روغتون په هغه برخه کې، چې د نوموړې مېرمن په کې ساتل کېده، سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې هغه ځای ته لاړ شي او یا د هغې د کورنۍ له غړو وویني."

د بي بي سي خبریال پنیت سینګ

له پېښې وروسته ځايي پولیسو شپږ کسان ونیول او دوه پولیسان له دندې ګوښه شول.

د جمعې په ورځ ډاکټرانو وویل، چې نوموړې مېرمن د مرګ او ژوند تر منځ د کشمکش په حالت کې ده.

د روغتون مسوولینو ویلي و، چې هغې ته په مصنوعي توګه ساه ورکول کېږي او د انفکشن ضد درملو په ګډون نور درمل هم ورکړل شوي دي.

سنګاپور ته له رسېدو سره سم ډاکټرانو وویل، د زړه له سکتې سره سره د هغې دماغ او نورو غړو ته زیان اوښتی.

ځايي چارواکو په ډیلي ښار کې د ښځو د خوندیتوب لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړي، چې په دې لړ کې شپې مهال د پولیسو ګزمې زیاتول، د بسونو د چلوونکو څارنه او د بسونو پر هندارو د پردو ځوړندولو منع کول شامل دي.

د ډله ییز جنسې تېرې له پېښې وروسته زرګونه کسان د هند پلازمېنه ډیلي کې د انډیا ګېټ سیمې ته ورغلل او د پېښې د عاملینو لپاره یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

یو شمېر احتجاج کوونکو ویل د حکومت دا ژمنه، چې مجرمانو ته به د عمري زندان سزا ورکړي، بسنه نه کوي، دوی د پېښې د مجرمانو لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کوله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .