د ۲۱ تښتول شوو پاکستاني پوځیانو مړي وموندل شول

د خپريدو وخت: 04:17 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

د طالبانو له خولې خبر ورکړشوى و چې ددغې تښتونې پړه يې منلې وه.

پاکستاني چارواکو ویلي، د هېواد په شمال لوېديځ کې د هغو نیمه پوځیانو مړي موندل شوي، چې په تېره پنجشنبه اورپکو تښتولي وو.

د طالبانو له خولې خبر ورکړشوى و چې ددغې تښتونې پړه يې منلې وه.

یوه حکومتي چاروکاي نوید اکبر رسنیو ته ویلي، دغه مړي هغې سیمه ته نژدې څلور کیلومتره لیرې موندل شوي، چې دوی ترې تښتول شوي وو.

د راپورونو له مخې، په تښتول شوو کې یو کس ژوندی پاتې شوی، خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په ادم خېلو دره کې د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد ددغې تښتونې مسؤولیت منلی دی.

د چارواکو په خبره، په تېره پنجشنبې د پېښور ښار په جنوب جاني خوړ او حسن خېلو کې په وسلو سمبالو اورپکو پر دوو تاڼو بریدونه وکړل.

دا په روانه میاشت کې پېښور او شاوخوا سیمو کې درېیم لوی برید او د وژنې پېښه ده.

دوه اوونۍ مخکې، د پېښور پر هوايي ډګر اورپکو ډله ییز برید وکړ، چې ګڼ کسان په کې ووژل شول.

او تر هغه وروسته، پېښور کې د عوامي نېشنل پارټۍ یو مشر وزیر بشیر بلور په یوه ځانمرګي برید کې له شپږو نورو کسانو سره ووژل شو.

د سولې خبرې

په تېره جمعه د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید د یوه وېدیويي پیغام په خپرولو سره له اسلام اباد سره د سولې په تړاو د مشروطو خبرو وړاندیز کړی و.

حکیم الله مسيد

د ٤٠ دقيقو په دغه ويډيو کې مسيد په پېښور باندې د روانې مياشتې د ځينو لويو بريدونو پړه منلې ده.

خو نوموړي دا رد کړې وه، چې ګني وسله به غورځوي.

هغه له پاکستاننه غوښتي وو، چې د سولې تر خبرو مخکې باید له امریکا سره اړیکي غوڅ کړي.

پاکستاني حکومت ویلي، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ تر بریدونو وروسته، د پاکستاني اورپکو په بریدونو تر اوسه پورې تر ۳۵۰۰۰ خلک وژل شوي دي.

پاکستان د اورپکو ضد عملیات په ۲۰۰۹ کې هغه مهال پیل کړل، چې په جنوبي وزیرستان او سوات دره کې یې فعالیتونه ډېر شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .