د روسي الوتکې ټکر څلور کسان وژلي

د خپريدو وخت: 05:17 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

الوتکه له چیک جمهوریت مسکو ته روانه وه.

یوه روسۍ سپرلۍ وړونکې الوتکه د مسکنو په ونوکووا هوايي ډګر کې له ځغاست لکې تر وتلو وروسته ټکر شوی او ماته شوې ده.

په ټکر کې د عملې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

پر دوى سربېره په الوتکه کې نورې سپرلۍ نه وې.

ویل کېږي، چې په دغه ۲۰۴ ډوله توپولوف الوتکه کې لږترلږه ۱۲ مساپر وو.

ناتایید شویو راپورونو ویلي، چې دغه الوتکه له چیک جمهوریت څخه مسکو ته روانه وه.

که څه هم له ځغاست لیکې د وتلو لامل یې واورینه هوا ښودل شوې، خو د لوېدو اصلي دلیل یې لانه دی په ډاګه شوی.

روسي لومړي وزیر دیمتري میدویدیف د الوتکې د لوېدو د پېښې د بېړنۍ پلټنې امر کړی دی.

په مسکو کې د بي بي سي خبریال سټیو روزنبرګ وايي، د الوتکې د لوېدو د لاملونو په اړه پلټنه پیل شوې ده.

نوموړی وايي، ودې شي چې خرابه هوا، تخنیکي ستونزې یا د پیلوټ تېروتنه د پېښې لامل شوې وي.

په تېر اپریل کې هم د روسیې یوه الوتکه، چې ۴۳ کسان پکې سپاره وو، په سایبیریا کې رانسکوره شوې وه.

د ژغورنې ډلې ویلي وو، په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي او یو شمېر ژغورل شوي کسان روغتون ته وړل شوي دي.

په تېر اپریل کې ولسشمر دیمتري مدویدیف د هوايي چلند پر شرکتونو نیوکه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د هېواد ملکي هوايي چلند دې عصري کړای شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .