امریکا: یوه ښځه د (کرکې) په جرم نیوله شوې

د خپريدو وخت: 09:58 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

د عیني شاهدانو په وینا وژل شوی سړی د ریل په کوینز تم ځای کې ولاړ و، چې یوې ښځې د ریل پټلیو لور ته پورې واهه.

د امریکا په متحده ایالاتو کې پولیسو یوه ښځه نیولې، چې نیویارک ښار کې یې د روان ریل ګاډي مخې ته یو سړی وغورځاوه.

د وکیلانو په وینا ایریکا مینیډیز د دویمې درجې قتل مجرمه پېژندل شوې او په نوموړې د ( کرکې د جرم) تور دی.

نوموړې په ادعا شوې توګه ویلي، چې له مسلمانانو او هندوانو کرکه کوي. په هغه پېښه کې ۴۱ کلن سنناډو سین ریل ګاډي وواهه او ووژل شو.

نوموړی د هندوستان اوسېدونکی و. د عیني شاهدانو په وینا هغه د ریل په کویننز تم ځای کې ولاړ و، چې یوې ښځې د ریل پټلیو لور ته پورې واهه.

وژل شوی کس په همدې کوینز سیمه کې اوسېده او د مطبعې کاروبار یې کاوه.

وکیلانو په یوه بیانیه کې ویلي، چې د برونکس اوسېدونکې ایریکا د ریل ګاډي مخې ته د سین د ټیل وهلو جرم منلی او ویلي یې دي، ځکه یې وژل شوی کس د ریل مخې ته وغورځاوه، چې د هغې په وینا " زه له مسلمانانو او هندوانو کرکه کوم، له کله راهیسې، چې هغوی غبرګونې ودانۍ ( ټوین ټاورز) نړولې، زه په دوی بریدونه کوم."

د کوینز څارنوال رچرډ اې براون ویلي له پېښې مخکې ایریکا په داسې حال کې لیدل شوې، چې پر یوه چوکۍ ناسته وه او له ځان سره یې خبرې کولې" نوموړې له ځانه سره خبرې کولې او وروسته وړاندې تله راتله"

د نوموړي په وینا وژل شوي کس ته د شا له لوري دیکه ورکړل شوې او هغه د ځان ژغورنې لپاره هېڅ فرصت نه درلود.

" له دې سره سره هغه کرکجنې خبرې، چې د دې ښځې له خولې اوېدل شوې او په عمل کې ولېدل شوې، د هيڅ یوې متمدنې ټولنې لپاره د زغملو وړ نه دي"

د پنجشنبې په ورځ د سنناډو سین مړینه د یوې میاشتې په اوږدو کې دغه ډول دویمه مړینه وه.

د ډسمبر میاشتې په پیل کې هم یوه بې کوره سړي نعیم ډیوس په ادعا شوې توګه د ټایمز سکوایر سیمې په ریل سب وې کې یو سړی د ریل مخې ته پورې واهه، چې سملاسي ووژل شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .