روسیه د دفاعي رادار مهمه اډه تړي

د خپريدو وخت: 14:07 گرینویچ - 30 ډسمبر 2012 - 10 مرغومی 1391

دغه سټېشن د ګابالا دی چې د پخواني شوروي اتحاد د اذرباييجان په هېواد کې موقعیت لري.

روسیه د توغندیو یو مهم دفاعي رادار سټېشن تړي. دغه سټېشن د ګابالا دی چې د پخواني شوروي اتحاد د اذرباييجان په هېواد کې موقعیت لري.

د دغه اډې قرارداد د دسمبر تر ۲۴ پورې و خو روسیه او اذرباييجان لا د اډې لپاره پر نوې کرايې نه دي سلا شوي. دغه رادار سیستم هغه توغندي کشف کولی شي چي له ۶۰۰۰ کیلو متره څخه توغول شوي وي.

دا هغه واټن دی چې د ایران یا بل هر منځني ختیځ هېواد نه چې توغندی وتوغول شي نو دغه فاصله به وهي او بیا به کشف کېږي. دا چې روسیه د ګابال اډه له لاسه ورکوي، د مسکو لپاره په دغه خورا مهمه ستراتیژیکه سیمه کې د روسیې د اغېز کمېدل ښيي.

روسیه دا پرېکړه د اذرباييجان له حکومت سره چې پر ځمکه واک لري تر یوه کال خبرو اترو وروسته کوي.

اذرباييجان غوښتل د دې اډې کلنۍ کرایه له اوو میلیونه ډالرو ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته پورته کړي او دا هغه پیسې دي چې روسیه يې ورکولو ته نه ده تیاره.

دغه دفاعي سټېشن په ۱۹۸۵ کال کې هغه وخت پخواني شوري اتحاد جوړ کړی و چې اذرباييجان يې لا یوه برخه وه.

خو اذرباييجان اوس نه یوازې خپلواک هېواد دی، بلکې د تېلو او ګازو له برکته خورا شمتن هم دی.

دغه دفاعي سټېشن په ۱۹۸۵ کال کې هغه وخت پخواني شوري اتحاد جوړ کړی و چې اذرباييجان يې لا یوه برخه وه.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې اذرباييجان دا کرایه د دې لپاره لوړه کړه چې په هېواد کې د روسیې شتون کم کړي.

خو یوازې پنځه کاله وړاندې دا ټوله کیسه بل ډول وه.

هغه مهال متحده ایالاتونو ته ولادیمیر پوتین په خپل یوه سفر کې د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته یو وړاندیز وکړ چې اډه ورسره شریکه کړي.

مسکو دا وړاندیز د واشنګټن د هغه لانجمن پلان د بدیل په توګه کاوه چې تر مخې يې امریکا په ختیځه اروپا کې د توغندیو دفاعي سیستم لګاوه.

امریکا د پوتین هغه وړاندیز و نه مانه او نن داسې ښکاري چې اذرباييجان له روسیې واټن اخلي او لوېدیځ ته نژدې کېږي.

اذرباييجان هسې هم په افغانستان کې مېشت ناټو سرتېرو لپاره د خوراکي توکو د ځای پر ځای کولو یوه اډه ده.

د شوروي اتحاد د لوی رادار سیستم په باب ازري چارواکي دا ردوي چې متحده ایالت پر ایران څار ته لیواله دی او غواړي چې دغه اډه خپله کړي.

د اذرباييجان چارواکي وايي ښايي دغه اډه په یوه تفریحي ځای واړوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .