نوبل جایزه ګټونکې ساینسپوهه مړه شوه

د خپريدو وخت: 11:42 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د ۱۹۸۶ نوبل جایزه هغې ته له امریکايي ساینسپوه سټېنلې کوهن سره په شریکه ورکړل شوه.

د ایټالیا هغه ساینسپوهه مړه شوې، چې د نوبل جایزه یې ګټلې وه. نیورولوجسته ريتا مونټالیچینې ۱۰۳ کلنه وه.

مونټالیچینې دتوکمپالنې پر مهال د یهودانو ضد توکمپالنه له نژدې محسوسه کړې وه، خو په دې سربېره د ایټالیا تر ټولو مهمه ساینسپوهه او د درناوي مېرمن ښځه شوه.

نوموړې ته پر حجرو د څېړنو له امله خورا ډېر شهرت ورپه برخه شو، چې له امله یې د یو شمېر ناروغیو په اړه د پوهاوي په ډېرېدو کې مرسته وشوه، دې ناروغیو کې سرطان هم شامل دی.

د ۱۹۸۶ نوبل جایزه هغې ته له امریکايي ساینسپوه سټېنلې کوهن سره په شریکه ورکړل شوه.

د نوموړې ورېرې پیرا لیوي مونټالیچینې لاسټامپا ورځپاڼې ته ویلي، چې ساینسپوهې ريټا په ارامه ساه ورکړه، داسې لکه، له غرمنۍ ډوډۍ وروسته چې ویده وي.

د نوموړې په وینا ريټا مونټالیچینې د مرګ تر مهاله هره ورځ څو ساعته څېړنه کوله.

ریټا په ۱۹۰۹ کال د شمالي ښار تورین د یهودانو په یوه کورنۍ کې وزېږېده او په همدې ځای کې یې درمل پوهنه ولوسته.

کله چې هغې په ۱۹۳۶ کې له لوړو زده کړې وکړې، نو د هغه مهال حکومت پر یهودانو بندیز ولګاوه، چې درسي او مسلکي فعالیت به نه کوي. ریټا هغه مهال هم په خپله خوب کوټه کې یو کوچنی لابراتوار جوړ کړی و او د چرګانو په جنین یې څېړنه کوله.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .