"د اقتصادي پرمختګ لپاره جوړ جاړي ته چمتو یم"

د خپريدو وخت: 09:31 گرینویچ - چارشنبه 02 جنوري 2013 - 13 مرغومی 1391

د نوي تصویب شوي سند له مخې به اوس له هغو امریکايي کورنیو څخه لږ مالیه اخیستل کېږي، چې له ۴۰۰ زره لږ عاید ولري.

د امریکا د کانګریس دواړو جرګو د مالیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره یو مهم سند تصویب کړی، چې له څو ورځو راهیسې یې پر هوکړه خبرې روانې وې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دې هوکړې هرکلی کړی او ویلی یې دي، چمتو دی چې د خپل هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره په راتلونکو خبرو اترو کې جوړ جاړی وکړي.

د امریکا په کانګریس کې د دې سند د تصویب لپاره د رایې اچوونې پر مهال د تایید لپاره ۲۵۷ او په مخالفت کې ۱۶۷ رایې ورکړل شوې.

که څه هم د سند د تصویب لپاره ډېرې رایې دیموکراتانو ورکړې، خو یو په دریمه برخه جمهوریت غوښتونکو هم د دغه بل د تصویب لپاره رایې ورکړې، چې ورسره دغه سند تصویب شو.

د امریکا په ولسي جرګه کې د برلاسي ډیموکرات ګوند یو شمېر غړو غوښتل په سند کې یو لړ بدلونونه رامنځ ته شي، خو د چهار شنبې په ورځ د ونډو بازار له پرانیستل کېدو مخکې د سند د تصویب لپاره د شته فشار له امله یې داسې ونه کړل.

د سپینې ماڼۍ او جمهوریت غوښتونکو تر منځ د رامنځ ته شوي جوړ جاړي په پایله کې د امریکا د مشرانو جرګې له مخکې نه دغه سند د اتو په مقابل کې د ۸۹ رایو په وسیله تصویب کړی دی.

د امریکا له ولسي جرګې څخه تر تایید وروسته د دغه سند د قانوني کېدو لپاره د ولسشمر اوباما لاسلیک کول پاتې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغه سند تصویبېدل د خپل هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د پراخو هڅو په لړ کې یو مهم ګام بللی.

د نوموړي په وینا د دغه سند له تصویب سره یې هغه ژمنه پوره کړه، چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې پر منځني پوړ د مالیو د لږوالي او د شتمنو لپاره د ډېروالي په اړه کړې وه.

خو له دې سره ښاغلي اوباما دا هم وویل، چې د امریکايي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره نور کار ته هم اړتیا ده او نوموړی په راتلونکی کې د خبرو اترو پر مهال جوړ جاړي کولو ته چمتو دی، د ده په وینا د بودیجې په اړه هر ډول خبرو اترو ته چمتو دی، خو د پورونو د کچې په اړه له کانګریس سره د خبرو اترو هیڅ احتمال نه ویني.

"د مالیو د ډېرولو او حکومتي لګښتونو د کمولو په هکله هغه قانون د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په ۳۱ پای ته ورسېد، چې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بش د حکومت پر مهال جوړ شوی و او د نوي قانون په اړه د اتفاق نه شتون په صورت کې د منځني پوړ لپاره د مالیې کمولو او حکومتي لګښتونو کمولو خپل لاسی سسټم پلي شوی و."

د دغه سند له تصویب وروسته اوس د راتلونکو ۱۰ کلونو په موده کې له فدرالي بودیجې نه د یو اعشاریه دوه ټریلیون ډالره کمولو مساله د دوو میاشتو لپاره وځنډېده، چې کانګریس او سپینه ماڼۍ یې په اړه خبرې اترې وکړي او د دې موضوع په اړه په پراخه کچه یوه خوله شي.

د مالیو د ډېرولو او حکومتي لګښتونو د کمولو په هکله هغه قانون د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په ۳۱ پای ته ورسېد، چې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بش د حکومت پر مهال جوړ شوی و او د نوي قانون په اړه د اتفاق نه شتون په صورت کې د منځني پوړ لپاره د مالیې کمولو او حکومتي لګښتونو کمولو خپل لاسی سسټم پلي شوی و.

په پام کې وه، چې د دغه سسټم پر مټ به له مالیې نه ۵۳۶ ملیارد ډالر د حکومت له کورني او پوځي لګښتونو څخه ۱۰۹ ملیارده ډالر لږ شوي وای او دغه راز به د سند د نه تصویبېدو په صورت کې د څلورو کسانو هغې کورنۍ، چې ګډ عاید یې له ۷۵ زره ډالره ډېر و ۳۳۰۰ ډالره زیاته مالیه ورکوله.

د اقتصادي کارپوهانو په وینا که دغه سسټم پلی شوی وای، نو نه یوازې په کور دننه به امریکا له مالي ګډوډۍ سره مخامخ شوې وه، بلکې ددغه هېواد په نړیوالو بازارونو به یې هم بد اغېز کړی وای.

د نوي تصویب شوي سند له مخې به اوس له هغو امریکايي کورنیو څخه لږ مالیه اخیستل کېږي، چې له ۴۰۰ زره لږ عاید ولري.

دیموکراتانو په پیل کې دغه کچه ۲۰۵ زره ډالره ټاکلې وه.

په دې سربېره وراثتي مالیه له پنځه سلنه زیاتوالي سره ۴۰ سلنه ټاکل شوې ده او د وزګارو کسانو لپاره هم د ټاکل شوي معاش څخه د مالیې نه د خلاصون موده یو کال نوره غځول شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .