سرطان وژونکو ژونکو ته وده ورکول کېږي

د خپريدو وخت: 06:19 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

همدا رنگه د پلټونکو یوې بلې ډلې بيا داسې ژونکې جوړې کړي چې کولى شي د ايچ آ وي ويرويس په نښه کړي.

د هغو ژونکو يا حجرو يوې لويې شمېرې ته په لابراتوارونو کې وده ورکړل شوې چې کولى شي پر سرطاني ژونکو او د ايچ آى وي پر ويرويس بريد وکړي.

په طبیعي ډول دغه ژونکې په لږ شمېر کې رامنځ ته کېږي، خو داسې هيلې شته چې د ستنې له لارې په ډېر شمېر کې د ناروغ وجود ته د هغو په ننويستلو سره به وکولى شي چې د وجود دفاعي سيستم پياوړى کړي.

جاپاني څېړونکو د ژونکو په مجلې کې په دې اړه ليکلي دي.

کارپوهان وايي د څېړنې دغه نتيجې هيله مندې کوونکې دي، خو ټينگار يې دا دى چې تر هرڅه د مخه مهمه دا ده چې د هر درمل او هرې درملنې خونديتوب ته پام وشي.

پلټونکي د وينې په سپينو ژونکو چې 'سايتاوکسيک' يا ټي _سيل په نامه يادېږي، تمرکز کړى چې کولى شي د ژونکو پرمخ د سرطاني او نورو ناروغيو نښې نښاني وپېژني.

مانا دا چې کله دغه ژونکې داسې نښې وگوري، نو سملاسي پرې بريد کوي چې له منځه يې يوسي.

د توکيو په پوهنتون کې د پلټونکو ډلې د ژونکو د جوړولو له پرمختللې ټکنالوژۍ نه کار اخلي چې دغه ډول ژونکې رامنځ ته کړي چې په بالقوه ډول ترې له سرطاني ناروغيو سره په مقابله کې کار اخيستل کېداى شي.

همدا رنگه د پلټونکو یوې بلې ډلې بيا داسې ژونکې جوړې کړي چې کولى شي د ايچ آ وي ويرويس په نښه کړي.

په دې برخه کې به بل گام دا ازموينه وي چې دا يقيني کړي چې دغه ژونکې بايد د ناروغ په بدن کې سرطاني دانه ووژني، نه د وجود نورې ژونکې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .