د صدام پخوانی مرستيال د مظاهره کوونکو ملاتړی شو

د خپريدو وخت: 04:20 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

عراقي سنيان نوري المالکي پر د ې هم تورنوي چې ټول واک يې د شيعه گانو په لاسونو کې ور ټول کړى

په زرگونو کسانو د عراق په رمادي او نورو لويو سني مېشتو سيمو کې د عراق د شيعه لومړي وزير نوري المالکي او حکومت پرضد يې احتجاجونو ته دوام ورکړى.

مظاهره کوونکي د کار او روزگار د امکاناتو د برابرولو ، سمونو او فساد په وړاندې د عملي گامونو د اوچتولو غوښتنه لري.

په همدې حال کې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين مرستيال عزت ابراهيم د مظاهره کوونکو ملاتړ کړى.

هغه چې له ډېرې مودې وروسته د ټلويزيون پرمخ څرگند شو، وويل چې عراق ته ستون شوى دى.

ښاغلى عزت چې د عراق د بعث گوند د ژوندۍ پاتې شوې برخې مشري هم کوي، په هغه ويډیويي پيغام کې چې العربية ټلويزيون خپور کړ، نوري المالکي تورن کړ چې پخپله اوه کلنه دوره کې د عراق د تجزيې لپاره د " صفوي _ پارسي " طرحه مخې ته وړي.

هغه گواښ وکړ چې هرهغه څوک به په نښه کوي چې له دغې طرحې ملاتړ وکړي.

عزت ابراهيم چې له صدام حسين نه وروسته عراق کې تر ټولو ځواکمن مشر بلل کېده، د امريکا له يرغله او د بعث گوند د حکومت له پرځېدو وروسته له هېواد ه وتښتېد، او د صدام له اعدامولو وروسته يې ځان د بعث گوند نوى مشر اعلان کړ او ويې ويل چې د نيواک گرو پرضد د گوند د غړو د مبارزې مشري کوي.

د عراق په لوېديځو برخو کې د عراقي سنيانو د روانو مظاهرو په ترڅ کې يوه غوښتنه داده چې د بعث گوند پر فعاليت دې بنديز لرې شي.

ويل کېده چې په دغو کلونو کې سوريه کې پټ شوى و.

د عراق د بعث گوند پاتې شوي غړي اوس په دوه و برخو ويشل شوي دي، د يوې برخې مشري يې عزت ابراهيم کوي چې له سوريې سره يې د بېلتون اعلان کړى او د د دويمې برخې مشري يې د عراق پخوانى لوى درستيز محمد يونس کوي.

د عراق په لوېديځو برخو کې د عراقي سنيانو د روانو مظاهرو په ترڅ کې يوه غوښتنه داده چې د بعث گوند پر فعاليت دې بنديز لرې شي.

عراقي سنيان نوري المالکي پر د ې هم تورنوي چې ټول واک يې د شيعه گانو په لاسونو کې ور ټول کړى او د سنيانو حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .