هند: دجنسي تېري ښکار نجلۍ ملګري خبرې کړې

د خپريدو وخت: 05:55 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

هغه وويل چې د دې مبارزې دوام به يې ملگرې ته يو درناوى وي.

د هغې ځوانې هندۍ محصلې ملگري چې په ډيلي کې پرې ډله ييز جنسي تېرى شوى و او وروسته مړه شوه، د لومړي ځل لپاره په ډاگه خبرې کړې دي.

دغه ۲۸ کلن سړى چې په پېښه کې يې پښه ماته شوې وه، وايي چې دى او نجلۍ په چل ول بس ته ورڅکول شوي وو.

ډيلي کې د بي بي سي خبريال اندريو نارت وايي. د دغه سړي له خولې، دا او ملگرې يې هڅول شوي وو چې د سپرلۍ موټر ته وخېژي، کرايه يې هم چې د ١٥ افغانيو معادل کېږي، ورکړې او وروسته پرې ناتار نازل شوى دى.

دى وايي: "لومړى يې ماته خوله واچوله او ملنډې يې راباندې پيل کړې... يوه يې د اوسپنې کوتک راوړ او گوزار يې راباندې وکړ. څنگه چې زه بېسده ولوېدم، نو دوى بيا زما ملگرې بېولې وه."

د پټو کمرو تصويرونه ښيي چې د سپرلۍ دغه موټر څه د پاسه يو ساعت په ډيلي ښار کې کښته پورته گرځېدلى او دننه ناستو سړيو پکې په ځناورتوب سره پر نجلۍ بريد کړى او تر جنسي تېري لاندې يې نيولې ده.

کله چې يې دوى دواړه بربنډ له موټره غورځولي، نو چلوونکي هڅه کړې چې له منځه يې يوسي. دى وايي: "د خپلې ملگرې په راڅکولو مې ايله هغه وژغورلى شوه."

"د پټو کمرو تصويرونه ښيي چې د سپرلۍ دغه موټر څه د پاسه يو ساعت په ډيلي ښار کې کښته پورته گرځېدلى او دننه ناستو سړيو پکې په ځناورتوب سره پر نجلۍ بريد کړى او تر جنسي تېري لاندې يې نيولې ده."

په راتلونکي نيم ساعت کې چې ډېر حساس وخت و او له جلۍ نه وينې روانې وې، يو کس هم ورستون نه شو چې مرسته ورسره وکړي.

کله چې په پاى کې پوليس ور ورسېدل، هغوى په دې ناندريو چې څوک مشر دى، نور وخت هم ضايع کړ، بې له دې چې دوى ته د ځان پټولو لپاره کالي ورکړي. دى دا هم پوښتي چې ولې دوى څنگ ته د شته روغتون پر ځاى لرې يوړل شول.

دى وايي: "آن په روغتون کې هم اړ شوو چې انتظار وکړو او د کاليو لپاره مې هغوى ته عملا" زارۍ کړې دي." دى بريد کوونکي ځناور بولي او وايي کاشکې چې له نجلۍ سره يې د مرستې وس درلودلى واى.

د هغې تر مرگ وروسته پېښو په اړه د ده نظر دادى چې په دې سره هند راويښ شو. هغه وويل چې د دې مبارزې دوام به يې ملگرې ته يو درناوى وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .