عراق کې حکومت ضد احتجاجونه دوام لري

د خپريدو وخت: 07:32 گرینویچ - شنبه‬ 05 جنوري 2013 - 16 مرغومی 1391

مظاهره کوونکي شيعه لومړی وزیر نوري المالکي تورنوي چې ګواکې د عراقي سني سياسي مشرانو د ژۍ ته کولو په لټه کې دی.

د عراق په رمادي او نورو لویو سني مېشتو سیمو کې زرگونو کسانو د عراق د شيعه لومړي وزير نوري المالکي او د هغه د حکومت پرضد احتجاجونو ته دوام ورکړى.

مظاهره کوونکي د کار او روزگار د امکاناتو برابرولو ، سمونونو او فساد په وړاندې د عملي گامونو اوچتولو غوښتنه لري.

په همدې حال کې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين مرستيال عزت ابراهيم د مظاهره کوونکو ملاتړ کړى.

ښاغلي ابراهیم چې تر ډېرې مودې وروسته د ټیلويزيون پرمخ څرگند شوی، وويل چې عراق ته ستون شوى دى. هغه نوري المالکي تورن کړ چې غواړي عراق تجزيه کړي.

شیعه ملا مقتدا الصدر له لاریون کوونکو خپل ملاتړ اعلان کړ.

"موږ له اعتراض کوونکو او د هغوی له غوښتنو سره موافق یو، د هغوی غوښتنه پر ځای ده او موږ د بعثیانو د جرړو اېستلو لپاره ګډ نظر لرو. موږ نه غواړو چې بعث ګوند بیا پر موږ حکومت وکړي."

تېره اوونۍ د عراق په سني مېشتي ایالت الانبار کې لسګونه زره کسان د لومړي وزير نوری المالکي پر ضد مظاهرو لپاره سره يو ځای شول.

مظاهره کوونکي د جمعې له لمانځه وروسته د فلوجې او رمادي په ښارونو کې واټونو ته راووتل او د ښاغلي مالکي پر ضد یې نارې ووهلې.

دغه مظاهرې وروسته له هغه کېږي چې له دې مخکې اوونۍ يو شمېر هغه ساتونکي ونیول شول چې د ماليې د سني وزير رفيع الايساوي لپاره يې کار کاوه.

مظاهره کوونکي شيعه لومړی وزیر نوري المالکي تورنوي چې ګواکې د عراقي سني سياسي مشرانو د ژۍ ته کولو په لټه کې دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .