څو٩٠ کلن سعودي له ١٥ کلنې نجلۍ سره وادۀ وکړ

د خپريدو وخت: 06:15 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

د نجلۍ پلار د یمن خو مور یې د سعودي ده.

په سعودي کې د يوۀ داسې کس چې څو نوي کلن دى او له يوې ١٥ کلنې نجلۍ سره يې واده کړى دا بحثونه پارولي چې په څو کلنۍ دې نجونه وادۀ شي.

گڼ شمېر خلک د خوالۀ په رسنيو کې تر هغه وروسته په خبرو راغلي چې سعودي کې يوۀ څو نوي کلن سړي له يوې ١٥ کلنې نجلۍ سره وادۀ وکړ.

خلکو دا پوښتنه مطرح کړې چې دا وادۀ پر ماشومانو د تيري او يا د هغوى د قاچاقولو په مانا دى که نه.

د خوالۀ په رسنيو کې د سعودي په څېر يوې ټولنې کې چې خوا تړلې ده په داسې مسايلو ښکاره بحثونه د دې ښکارندوي کوي چې څرنگه د ټويټر غوندې شبکه اوس تر نورې نړۍ د بندو ټولنو په خلکو کې لا ډېره د بحث وسيله گرځېدلې ده.

دا موضوع په سعودي کې د نجونو دوادۀ پر عمر د تودو بحثونو د دوام په مانا هم ده.

دغه وروستۍ ناندرۍ هغه ټولې برخې لري چې د نړيوالو دلچسپي په کې پيدا شي.

"دا موضوع په سعودي کې د نجونو دوادۀ پر عمر د تودو بحثونو د دوام په مانا هم ده."

په ځايي رسنيو کې له خپرو شويو رپوټونو سره سم څو نوي کلن سړي چې تر خپلې ناوې څو اويا کاله مشر دى اويا زره ډالر ولور ورکړى دى.

ناوې وايي د وادۀ په ورځ دومره ډارېدلې وه چې تر دوو ورځو يې پر ځان پورې د خوب خونه بنده کړې وه او له وروسته وتوانېده چې بيرته د پلار کره وتښتي.

ويل کيږي چې زوم اوس د خپلې ناوې او يا هم د ورکړي ولور د پيسو موندلو ته پر قانوني لارو غور کوي.

په سعودي کې د ناوې لپاره د کمکي عمر قيد نشته.

خو په دې وروستيو کلونو کې گڼو داسې قضيو چې د ناوې زوم د عمر ترمنځ ډېر واتڼ و او يا په کې ناوې يوازې اته کلنه وه، خپله د سعوديانو او نورو نړيوالو پام ورخپل کړى دى.

په زرگونو داسې نجونې چې لا ١٤ کلنې نه وې ډېر کله زړو او شتمنو سړيو ته وادۀ شوي دي.

سعودي چارواکي وايي دوى په دې ستونزې خبر دي او اوس هڅه کوي چې د وادۀ لپاره د عمر پر څومره والي کار وکړي.

داسې ښکاري چې د سعودي ولس د نجونو د وادۀ د عمر لپاره د قيد ملاتړى دى خو لا هم ځينې سخت دريځې مذهبي علما يې مخالفت کوي.

خو ان دوى هم دا مني چې د وادۀ پر وخت نجلۍ بايد بالغه شوې وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .