جان برینن د سي ای اې د مشر په توګه نومول کېږي

د خپريدو وخت: 14:00 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391

جان برېنن د هغو پوځي عملیاتو په پلان په جوړولو کې مهم رول درلود، چې په پایله کې یې اسامه بن لادن ووژل شو.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي ولسمشر باراک اوباما د دغه هېواد د څارګرې ادارې سي ای اې د نوي مشر په توګه د جان برېنن د نومولو پرېکړه کړې.

جان برېنن تر ۲۵ کلونو پورې سي ای اې کې خدمت ترسره کړی او دا مهال د ترهګرۍ ضد مسایلو لپاره د ولسمشر اوباما سلاکار دی.

له تایید وروسته به نوموړی د جنرال پیټریاس پر ځای په دنده وګومارل شي، چې پروسږ کال یې په یوه ناندریزه لانجه کې له ښکېل کېدو وروسته استعفا ورکړه.

بل لور ته له واشنګټنه راپورونه وايي، چې ولسمشر بارک اوباما به په روانه اوونۍ کې مخکنی جمهویت غوښتونکی سناتور چک هېګل د دفاع د وزیر په توګه وټاکي.

ویل کېږي دغه دواړه نومونې به د دوشنبې په ورځ ناوخته اعلان شي او د امریکا له مشرانو جرګې څخه به یې تایید اړین وي.

جان برېنن د هغو پوځي عملیاتو په پلان په جوړولو کې مهم رول درلود، چې په پایله کې یې اسامه بن لادن ووژل شو.

د ۲۰۰۸ کال په اوږدو کې هم د دغه مقام لپاره د نوموړي په نوم غور شوی و، خو هغه خپل نوم له دې امله بېرته واخیست، چې د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال د کارېدونکو د پوښتنو ګروېږنو د تخنیکونو په اړه د هغه نوم اخیستل کېده.

"ویل کېږي دغه دواړه نومونې به د دوشنبې په ورځ ناوخته اعلان شي او د امریکا له مشرانو جرګې څخه به یې تایید اړین وي."

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي" ښاغلی برېنن د ولسمشر اوباما بشپړ اعتماد او باور له ځان سره لري. له تېرو څلورو کلونو راهیسې نوموړی د امریکا د امنیت په اړوند نژدې ټولو لویو پرېکړو کې رول لري او دغه راز به په سي ای اې کې هم موثر رول ولري"

بل لور ته ددفاع د وزیر په توګه سناتور د چک هېګل د ټاکل کېدو له امله اوباما اداره کې یو ډول جنجال رامنځ ته شوی.

د ده ګوندوال جمهوريت غوښتونکي پرې د اسراييلو ضد دريځ او د ايران پر وړاندې د بې تجربې والي تور لګوي.

ده د عراق جګړې پر سر پر ولسمشر جورج ډبليو بوش نيوکې هم کړې وې. دموکراتانو هم د هغه د ټاکلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

خو د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي د دې مسایلو په اړه د ښاغلي هېګل موقف په ناسم ډول وړاندې شوی. د دوی په وینا نوموړي اسراییلو ته د میلیاردونو ډالرو پوځي مرستې په لړ کې د (هو) رایه وکاروله او پر تهران یې د څو اړخیزه بندیزونو ملاتړ وکړ.

شنونکي وايي د ښاغلي هېګل نومونه به د تایید په لړ کې د امریکا په مشرانو جرګې کې سختې ناندرۍ راپورته کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .