میر علي کې څارګرو الوتکو اووه کسان وژلي

د خپريدو وخت: 06:21 گرینویچ - سه شنبه 08 جنوري 2013 - 19 مرغومی 1391

اټکل دی، چې په روانه اوونۍ کې په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ضد لاریونونه وشي.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې لږترلږه اووه سخت دریځي وژلي دي.

برید په میر علي ولسوالۍ کې پر عیسو خېلو او حیدرخېلو سیمو شوی دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، په دغو دوو بریدونو کې چې دویم یې تر لومړي یو ساعت وروسته وشو، دوه ځایونه په نښه شوي دي.

چارواکي وايي، د حیدرخېلو په برید کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي، خو د عیسو خېلو په برید کې بیا درې کسان وژل شوي دي.

دوی وايي چې دواړې په نښه شووې ودانۍ د سخت دریځو له لوري کارول کېدې.

د سیمه ییزې سرچینې په وینا، که څه هم تر اوسه د وژل شوو کسانو دقیق هویت نه دی په ډاګه شوی، خو اټکل دی، چې اورپکي به وي.

ښکاري چې په ۲۰۱۳ کې هم د پاکستان پر قبایلي سیمو، چې د اورپکو پټن ځای بلل کېږي، بریدونه جاري دي.

د دغه کال په لومړۍ اوونۍ کې پر وزیرستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې پنځه بریدونه شوي دي.

د روانې جنورۍ پر درېیمه، د امریکا بې پیلوټه الوتکې په جنوبي او شمالي وزیرستان کې دوه ګاډي په نښه کړل، چې د طالبانو یو مشر ملا نذیر له نهو اورپکو سره په کې ووژل شو.

بیا وروسته، د جنورۍ پر شپږمه، جنوبي وزیرستان کې ډرون برید د حکیم الله مسید پر ډلې برید وکړ.

برید په بوبړ خېلو غرنۍ سیمه کې شوی و، چې اته کسان په کې ووژل شول.

اټکل دی، چې په روانه اوونۍ کې په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ضد لاریونونه وشي.

په تېر کې هم د دغو بریدو خلاف مظاهرې شوې وې.

خو امریکا وايي، چې دغه بریدونه د اورپکو او القاعدې غړو په وژلو کې ډېر مهم او اغېزناکه دي.

پاکستان پخپله خاوره کې له واشنګټنه د دغو امریکايي بریدونو د بندولو څو ځلې غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .