پر منځني ختيځ سخت بادونه راغلي

د خپريدو وخت: 08:40 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

مصري چارواکو ویلي، پنځه فرانسوي سیلانیان د یوه ګاډي په ټکر کې ژوبل شوي دي.

د منځني ختيځ پر یو شمېر سیمو بې ساري واورین توپانونه راغلي، چې په تېرو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

له دغه توپان سره واوره هم مله ده، چې د لبنان، سوریې، اردن او اسراییلو ګڼې سیمې یې تر پوښښ لاندې راوستلې دي.

په دغو سیمو کې ګڼ ښوونځي تړل شوي، او د زرګونه کورنیو برېښنا پارچاو شوې ده.

واورو په تېره سې شنبې د القدس ښار چارې په ټپه ودرولې.

دغو توپان سوري کډوال له لویو ستونزو سره مخامخ کړي، چې د اردن، ترکیې او لبنان په پنډغالو کې اوسېږي.

د توپان له کبله په لبنان کې د مړینو خبر هم ورکړل شوی، چې یو په کې ماشوم دی.

د غزې په لوېديځه تراډه کې هم ګڼ کسان ورک شوي دي.

مصري چارواکو ویلي، پنځه فرانسوي سیلانیان د یوه ګاډي په ټکر کې ژوبل شوي دي.

دغه فرانسویان سیناء ټاپو ته په ناوړه هوا کې روان وو.

اردني پولیسو هم ویلي، چې واورو د عمان ګڼې لارې تړلې دي.

تیارسئ

پاچا دویم عبدالله سیمه ییزو چارواکو ته امر کړی، چې لارې پرانیزي او د ژغورنې ډلې تیارسئ شي.

په اردن، لبنان او اسراییلو کې برېښنا پارچاو شوې ده، چې شړقنده بارانونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

پر دې سربېره تېزو بادونو هم خلک سخت اغېزمن کړي دي.

د هوا پېژندنې ادارې دا په تېرو کلونو کې تر ټولو ډېر ناوړه باد او توپان بللی دی.

خبریالان وايي، دا توپان به د سیمې پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي.

د اسراییلو د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي، چې دغو بادونو او توپان اسراییلو ته د ۳۰۰ میلیون شیګل (۸۰ میلیون ډالرو) په ارزښت زیان اړولی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .