په "لويه خوله" مشهور سمندري غله تقاعد وکړ

د خپريدو وخت: 15:59 گرینویچ - جمعه 11 جنوري 2013 - 22 مرغومی 1391

تقاعد شوی کس محمد عبدي حسن دی چې په " لويه خوله " هم شهرت لري.

د سوماليا يوۀ سمندري غلۀ له اته کلنې غلا غدۍ وروسته اعلان کړى چې نور يې ترې لاس واخيست.

دۀ د هند په سمندر کې پر بېړيو بريد کاوۀ، سپرلۍ او کارکوونکي يې نيول او بيا يې په ميليونونو ډالره ترې غوښتل.

د سوماليا د سمندري غلو مشر د هندي سمندر په پراخو برخو کې پر بېړيو له بريدونو او په ميليونونو ډالرو جزېې له ترلاسه کولو اته کاله وروسته له دغه کاره لاس په سر شوى دى.

محمد عبدي حسن چې په " لويه خوله " هم شهرت لري، د سوماليا د سمندري غلو له لومړيو او تر ټولو نوم بدو هغو څخه دى.

هغه د خپل تقاعد دليل نه دى ښودلی خو ويلي يې دي چې غواړي نور سمندري غله هم وهڅوي چې له جرمي ژوند سره مخه ښه وکړي.

د ملګرو ملتونو هغه ډله چې سوماليا څاري حسن تورن کړى چې د سوماليا حکومت له ملاتړه ګټه پورته کوي.

حکومت وايي د داړه مارۍ نه د لاس اخيستو په بدل کې يې هغه ته ډېپلوماتيک پاسپورت ورکړى دى.

د سوماليا سمندري غله په ٢٠٠٩ کال کې د هغې بېړۍ چې جنګي ټانکونه يې لېږدول او د تېلو د يوه لوى ټانکر په نيولو کې ښکېل وو چې له کبله يې څو ميليونه ډالر جزيه ترلاسه کړه.

په تېرو دریو کلونو کې د لومړي ځل لپاره سمندري غلا دغلته له دې کبله ټيټه شوې چې بېړيو کې امنيتي تدبيرونه ډېر شوي او د نړيوالو جنګي بېړيو ګزمې زېاتې شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .