فرانسې د ترهگرو بريدونو له وېرې امنيتي تدبيرونه سخت کړي

د خپريدو وخت: 22:31 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391

د فرانسې ولسمشر ويلي په مالي او سوماليه کې د فرانسې پوځي عملياتو له امله د بريدونو مخنيوي په موخه په کور دننه امنيتي تدبيرونه زياتوي

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند ويلي په مالي او سوماليه کې يې د هېواد پوځي عملياتو له امله په کور دننه د توندلارو د ممکنه ځوابي بريدونو د مخنيوي په موخه امنيتي تدبيرونه زياتوي.

ښاغلي هولاند ويلي د عامه ودانيو او د عامه ترانسپورت څارنه به زياتوي.

په مالي کې د فرانسوي ځواکونو له خوا توندلارانو پرضد جگړه دوام لري.

د فرانسې ولسمشر وايي ځواکونو يې له وړاندې دښمن ته زيات مرګژږبله اړولي خو وايي لا يې ماموريت نه دى بشپړ شوى.

د مالي حکو مت وايي ځواکونو يې د فرانسويانو په ملا تړ د کون نا ښار نيولي او نژدې سل تنه اسلام پالي يې وژلي دي.

په فرانسه کې د امنيت ټينگولو په موخه ددغه هېواد د ولسمشر له لوري د اړينو گامونو پورته کولو لارښوونې هغو گواښونو ته په غبرگون کې کېږي چې د مالي يوې اسلامپالې ډلې فرانسې ته کړي دي.

د انصار الدين په نامه د مالي هغې اسلامپالې ډلې چې فرانسوي ځواکونو پرې گوازرونه کړي، فرانسې ته يې گواښ کړى چې غچ به ترې اخلي.

د فرانسي ولسمشر فرانسوا هولاند لارښوونه کړې چې د هېواد د ملي امنيت پلان دې ټينگ شي.

د ټولگټو ودانيو او ترانسپورتي بنسټونو ساتنه او څارنه هم په دغه امنيتي پلان کې شاملېږي.

ښاغلي هولاند وويل د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه دا غوښتنه کوي چې احتياطي تدبيرونه ونيول شي.

"د ترهگرۍ پر وړاندې جگړه ددې غوښتنه کوي چې موږ دلته په فرانسه کې ټول اړين احتياطي گامونه اوچت کړو. نوځکه مې له لومړي وزيره وغوښتل چي د ملي امنيت پلان ټينگ کړي او ټولگټې ودانۍ او ترانسپورتي بنسټونه ترڅارنې لاندې ونيول شي. ډېر ژر به دغه لارښوونې پلي شي."

فرانسه کې د ترهگرۍ ضد خبرداري سيستم چې " ويجريپريت" يادېږي غږول شوى چې فرانسه کې امنيت ټينگ شي.

د جمعې په ورځ وروسته له هغه فرانسوي پوځيانو مالي کې په پوځي عملياتو لاس پورې کړ چې اسلامپالو د مالي پر يوه لوى ښار ولکه وکړه او د هېواد د جنوب پر لور يې پرمختگ ته دوام ورکاوه.

اسلامپالو تېر اپريل کې د مالي د شمال پر لويو برخو خپل کنټرول ټينگ کړ.

خو د فرانسوي عسکرو د عملياتو په پايله کې د مالي حکومت وايي چې د کونا ښار يې بېرته له ياغيانو نيولى دى.

د يرغمل خوشي کولو ناکامه هڅه

فرانسوي کوماندو د سوماليا د بولو مرير په ښار کې د فرانسوي يرغمل ډېنېس الېکس د خوشي عملیات وکړل

مالي کې د عملياتو له پيل نه لږ وروسته فرانسوي کوماندو ځواکونو د سوماليا د بولو مرير په ښار کې د يوه فرانسوي يرغمل د خوشي کولو په موخه بريد وکړ او د الشباب د اسلامپالې ډلې له اورپکو سره په نښته کې کېوتل.

د فرانسې دولسمشر په وينا د دوه و فرانسوي عسکرو له وژل کېدو سره سره دغه عمليات ناکامه شول او وايي ټول شواهد د دې څرگندونه کوي چې يرغمل شوى فرانسوى به د خپلو يرغمل کوونکو له لوري وژل شوى وي.

خو د الشباب ډلې ټينگار کړى چې د عملياتو پرمهال يرغمل شوى کس په سيمه کې نه و او داچي هغه ژوندى دى.

فرانسوي ځواکونه مالي کې پر اسلامپالو ياغيانو هوايي گوزارونوته دوام ورکړى، خو د فرانسې ولسمشر وايي ياغيانو ته د درنې مرګژوبلې له اړولو سره سره يې ماموريت پاى نه دى موندلى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .