كلاوس كينسكي " پر خپلې لور جنسي تېری کړی"

د خپريدو وخت: 07:46 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391
پولا

پولا، چې پخپله هم سینمايي لوبغاړې ده، وايي چې د "شتیرن" مجلې په مقابل کې یې پلار –د هغه د ژوندلیک تر خپرېدا مخکې- پرې جنسي تېری کړی دی

د مړه شوي جرمني سینمايي لوبغاړي کلاوس کینسکي مشرې لور پولا کینسکي پر خپل پلار تور پورې کړی، چې ګني پر هغې یې له پنځه کلنۍ څخه تر ۱۹ کلنۍ پورې جنسي تېری کړی دی.

پولا یوې جرمنۍ مجلې ته په خبرو کې ویلي، چې دا خبره یې پوره شل کاله پټه ساتلې وه، خو د پلار د مړینې په شل کالو پوره کېدو یې اوس ډاګیزه کړه.

کلاوس کینسکي په جرمني کې یو مشهور سینمايي لوبغاړی و.

نوموړی د تېرې پېړۍ په اتیایمه او نوي یمه لسیزو کې په ګڼو مشهورو جرمني فلمونو کې لوبېدلی دی، چې ګڼ یې ویرنر ګیتزوګ جوړ کړي دي

د هیرتزوګ ورور بي بي سي ته وویل، چې تر اوسه یې ورور د بولا پر څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د کینسکي د ژوند کتاب خپروونکي کریسټیان ډېوېډ ویلي، د کینسکي او بولا ترمنځ د طبیعي علاقې او اړیکو نښې نښانې شته.

ډېوېډ وايي "په اروپا، په ځانګړې توګه جرمني کې لاهم کینسکي ګڼ مینه وال لري."

دی زیاتوي چې "وبه ګورو چې د هغه د شهرت په اړه د مینه والو کچه په راتلونکو میاشتو کې څومره کېږي."

کلاوس کینسکي

کلاوس کینسکي په جرمني کې یو مشهور سینمايي لوبغاړی و.

پولا، چې پخپله هم سینمايي لوبغاړې ده، وايي چې د "شتیرن" مجلې په مقابل کې یې پلار –د هغه د ژوندلیک تر خپرېدا مخکې- پرې جنسي تېری کړی دی.

هغې ورځپاڼې ته ویلي چې "پلار مې چې کوم عمل راسره کړی، ویل به یې چې دا یو طبیعي کار دی، او زرګونه پلرونه له خپلو لوڼو سره دا کار کوي."

نوموړې زیاتوي، چې د خپل پلار په ژوند یې ځکه دا خبره نه په ډاګه کوله، چې هغه ترې منع کړې وه.

خو د پولا ناسکه خور او مشهورې لوبغاړې نستازیا کینسکي بیا رویټرز ته ددې قضیې په اړه هېڅ نه دي ویلي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .