حکیم الله: شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه مه کوئ

د خپريدو وخت: 17:28 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

د حقاني شبکه، د ګل بهادر ډله، د ملا نذیز ډله او د حکیم الله مسود ډله هغې ډلې دي چې په وزیرستان کې فعالیت کوي

د پاکستاني طالبانو ډلې تحریک اسلام مشر حکیم الله مسود په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی ډله به په شمالي وزیرستان کې په پاکستاني پوځیانو بریدونه نه کوي.

په اعلامیه کې د طالبانو د دغې ډلې له غړو غوښتل شوي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره د اوربند له تړونه سر غړونه ونه کړي.

په دغه اعلامیه کې ملا محمد عمر د پاکستان او افغانستان دواړو طالبانو مشر بلل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې د دواړو خواو طالبان په دې جکړه کې سره یو دي او له یو بل سره همکاري کوي.

د رپوټونو له مخې په وزیرستان کې د طالبانو یو شمېر لويې ډلې فعاليت کوي. د حقاني شبکه، د ګل بهادر ډله، د ملا نذیز ډله او د حکیم الله مسود ډله.

د دغو نورو ډلو په پرتله د حکیم الله مسود ډله په پاکستان کې هم بریدونه تر سره کوي خو پاتې نورې یې ډېر بریدونه په افغانستان کې کوي.

د حکیم الله مسود اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په شمالي وزیرستان کې د یکشنبې په ورځ (د جنوري ۱۳مه) د سړک غاړې بم د پوځ په کاروان وچاودېد چې ۱۴ سرتیرې يې ووژل او تر شلو زیات یې ټپي کړل.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .