امیتاب بچن ته د مالیې ورکولو لپاره لیک استول شوی

د خپريدو وخت: 08:15 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

د هند د مالیې څانګې مسوولین وايي امیتاب د خپلې ټیلویزیوني خپرونې (کون بنیګا کروړپتی) له مدرکه د مالیې په برخه کې د دوی ۱۶ میلیونه هندي روپۍ پوره وړی دی.

د هندي فلمي نړۍ بالیووډ مشهور فلمي لوبغاړي امیتاب بچن ته د هند حکومت له لوري د عاید مالیې ورکولو په اړه لیک استول شوی.

په دې اړه امیتاب بچن په ځانګړي انداز تبصره وکړه، یوه خبرې غونډه کې په دې اړه له پوښتل کېدو وروسته امیتاب بچن وویل، چې د مړینې او مالیې په اړه خبرداری په ژوند کې هرومرو راځي.

د نوموړي په وینا هره پرېکړه چې محکمې وکړه، دی به یې ومني.

د هند د مالیې څانګې مسوولین وايي امیتاب د خپلې ټلویزیوني خپرونې (کون بنیګا کروړپتی) له مدرکه د مالیې په برخه کې د دوی ۱۶ میلیونه هندي روپۍ پوروړی دی.

د یادونې ده، چې دغه مالیه د ۲۰۰۲-۲۰۰۳ کلونو لپاره ده.

"د ۲۰۱۰ په اوږدو کې د اېشوریا رای فلم (ګزارش) نندارې ته وړاندې شو او له هغه وروسته نوموړې په پرله پسې توګه د سیمنا له پردې الونیا ده."

بل لور ته د امیتاب بچن نږور او مشهورې فلمې لوبغاړې اېشوریا رای د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل، چې داسې هېڅ تضمین نه شته، چې نوموړې به کله بیا د سینما په پرده ولیدله شي.

هغې زیاته کړه" په بالیووډ کې د فلمونو خپرولو نېټې هم نه ټاکل کېږي، زه له خلکو سره لېدنې کتنې کوم او که کوم فلم کې رول راکړل شي، خپله به تاسې ته ووایم."

اېشوریا رای د لور له زېږېدنې وروسته فلمونو کې نه ده لېدله شوې.

د ۲۰۱۰ په اوږدو کې د هغې فلم ګزارش نندارې ته وړاندې شو او له هغه وروسته نوموړې په پرله پسې توګه د سینما له پردې الونیا ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .