بیجینګ ښار کې چاپیریال ککړتیا له کچې واوښته

د خپريدو وخت: 12:13 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

په بیجینګ کې د چاپیریال ساتنې دولتي ادارې په خپل رپوټ کې ویلي، چې د شنبې په ورځ د هوا د ککړتیا دغه کچه ۴۰۰ مایکرو ګرامو ته ورسېده.

د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د هوا ککړتیا هغې کچې ته رسېدلې، چې ویل کېږي د بشري روغتیا لپاره زیانموونکې ده.

د هوا د ککړتیا په اړه څېړونکو دولتي او غیر دولتي ادارو په خپلو رپوټونو کې ویلي، چې د بیجنیګ د هوا ککړتیا د شنبې په ورځ د خطر له هغې کچې هم واوښته، چې د ملګرو ملتونو د روغتیا ساتنې ادارې ( ډبلیو ایچ او) ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو اداره ډبلیو ایچ او وايي د چاپیریال د ککړتیا سبب کېدونکي اجزا چې ( پي ایم ۲ اعشاریه ۵) بلل کېږي باید په یوه کیوبک متر هوا کې له ۲۵ مایکرو ګرامه ډېر نه شي.

له دې لارښوونو سره سم که په یوه کیوبک متر کې دغه اجزا له ۱۰۰ مایکرو ګرامه ډېر شي، د بشري روغتیا لپاره زیانمنوونکي دي او که دغه مواد له ۳۰۰ مایکرو ګرامه ډېر شي، باید سپین ږیري او ماشومانو له کوره بهر ته له وتلو ډډه وکړي.

په بیجینګ کې د چاپیریال ساتنې دولتي ادارې په خپل رپوټ کې ویلي، چې د شنبې په ورځ د هوا د ککړتیا دغه کچه ۴۰۰ مایکرو ګرام ته ورسېده.

"د هوا د ککړتیا په اړه څېړونکو دولتي او غیر دولتي ادارو په خپلو رپوټونو کې ویلي، چې د بیجنیګ د هوا ککړتیا د شنبې په ورځ د خطر له هغې کچې هم واوښته، چې د ملګرو ملتونو د روغتیا ساتنې ادارې ( ډبلیو ایچ او) ټاکلې ده."

بل لور ته په دغه ښار کې د امریکا په سفارت کې د هوا د ککړتیا کچه معلوموونکې الې دغه کچه ۸۰۰ مایکرو ګرامه ښوولې.

تېر کال چینايي چارواکو د امریکا له سفارته غوښتي وو، چې د دغه ډول معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.

خو د امریکايي سفارت مسوولینو ویلي وو، چې د دوی خپاره شوي معلومات د سفارت د کارکوونکو لپاره دي، نه د ښار لپاره.

که د چاپیریال د ککړتیا سبب کېدونکي دغه مواد له ساه اخیستو سره د انسان بدن ته ننوځي، په ساه اخیستو کې ورته ستونزه جوړوي او د ساه لنډي سبب کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .