لیبیا: ایټالوی دیپلومات له وسله وال بریده روغ ووت

د خپريدو وخت: 06:31 گرینویچ - 13 جنوري 2013 - 24 مرغومی 1391

تېر سپتمبر کې د لیبیا د واکمن نیشنل کانګریس مشر محمد مغاریف اعلان وکړ چې په خپل هېواد کې به ټولې غیر قانوني وسله والې ډلې له منځه یوسي.

د لیبيا په بنغازى ښار کې يو ايټالوى ديپلومات له يوه وسله وال بريده ژوندى وتلی. د ايټاليا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د قونسلگرۍ پر موټر ډزې شوي، خو موټر د گوليو ضد و.

په تېر دسمبر کې د امريکا سفير او درې نور امريکايي ديپلوماتان هغه مهال ووژل شول چې اورپکو په بنغازي کې د امريکا پر قونسلگرۍ بريد وکړ.

له هغه وروسته په بنغازي ښار کې د هغه بريد په اړه رسمي پلټنو وموندله چې د دغې ودانۍ لپاره نيول شوي امنيتي تدابير کافي نه وو.

په هغه بريد کې د امريکا سفير او درې نور کسان د هغو ملېشو له لوري ووژل شول، چې په درنو وسلو سمبال وو او په دغې ودانۍ يې بريد وکړ.

هغه مهال خپلواک پلاوي دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مشرتابه ته هم د پړې ګوته ونیوله، خو وايي داسې څه يې نه دي موندلي چې وښيي کومې استخباراتي کړۍ په دې برید کې لاس درلود.

"د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره په بنغازي ښار کې د امریکا په کونسلګرۍ له برید وروسته چټک ګامونه پورته کړل شول."

مخکې واشنګټن ويلي و چې بريد د خپلسرو مظاهره کوونکو له لوري شوی، خو وروسته استخباراتي معلوماتو وښوده چې دا يو ترهګريز بريد و.

د یادونې ده چې د وسله والو ډلو د له منځه وړلو لپاره په بنغازي ښار کې د امریکا په کونسلګرۍ له برید وروسته چټک ګامونه پورته کړل شول.

د لیبیا د واکمن نېشنل کانګریس مشر محمد مغاریف اعلان وکړ چې په خپل هېواد کې به ټولې غیر قانوني وسله والې ډلې له منځه یوسي.

د دې وسله والو ډلو په ضد مظاهره کوونکو لیبیایانو هغه مهال د دغه اعلان تود هرکلی وکړ. د معمر قذافي د حکومت په پرځولو کې د دغو ډلو رول خورا مهم و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .