اسراییل وايي ارومرو به یهودي مېشت ځایونه جوړوي

د خپريدو وخت: 07:24 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

بنيامين نتنياهو هوډ څرګند کړی چې پر دغه ځای د يوه نوي يهودي مېشت ځای جوړولو پلان به پر مخ وړي.

د اسرایيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي حکومت به يې په لوېديځه غاړه کې يوه نوي يهودي مېشت ځای جوړولو له پلان لاس وانه خلي.

ښاغلي نتنياهو وروسته له هغه دغه خبرې کولې چې سلګونه فلسطيني احتجاجيان له دغه ځايه وشړل شول، چې نيول شويو فلسطيني مځکو دننه دی.

د بي بي سي خبريال واير ډېوېس له بيت المقدس نه په خپل راپور کې وايي:

اسرائيلي چارواکي يو ډول له ناببرۍ سره مخامخ شول، کله چې سلګونه ځوانو فلسطينيانو او نړيوالو فعالانو خپلې خېمې ولګولې او د بيت المقدس ختيځ کې يوې غونډۍ پر سر يې کمپ جوړ کړ.

دغه مځکه د هغه ځای دننه چې په نړيواله کچه نيول شوې فلسطينی مځکې پېژندل شوې، د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ په تر ټولو ناندرييزه سيمه بدله شوې ده.

د سهار په لومړيو کې سلګونه اسرائيلي سرتېري پر دغه کمپ ورښکته شول او احتجاجيان يې په نسبي ډول سوله ييزو عملياتو سره وشړل.

د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو هوډ څرګند کړی چې پر دغه ځای د يوه نوي يهودي مېشت ځای جوړولو پلان به پر مخ وړي، چې په اسرائيلو کې په (E1) پېژندل کېږي.

راتلونکې اوونۍ اسرائيلو کې له ټولټاکنو سره، ښاغلی داسې نه ښکاري چې د کمزورۍ کومه نښه دې وښيي، بلکې ان له نړيوالې ټولنې سره ټکر ته به مخه کوي.

فلسطينيان وايي په (E1) سيمه کې نوی مېشت ځای به د عربانو ختيخ بيت المقدس له نورو فلسطيني سيمو پرط کړي، او راتلونکي کې به د سره تړلي فلسطيني دولت شونتيا مخه ونيسي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .