سپورتي فعالیت انسان ځوان ساتي

د خپريدو وخت: 12:39 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

ډاکټران وايي، چې په مناسبه اندازه ورځنی سپورت د وینې د خوږوالي او کولسټرول کچه تنظیمولی او د شریانونو د بندېدو مخه نیولی شي.

د فرانسې پلازمېنه پاریس کې د زړه متخصص ډاکټران دې پایلې ته ورسېدل، چې هره ورځ په سپورت کول د انسان د ژر زړبودۍ د مخنیوي لامل کېدای شي.

دوی ویلي، چې همدا راز سپورت د انسان په تېره بیا د عمر خوړلو کسانو د ژوند ډول هم ښه کولی شي.

زړبودي د انسان د ژوند د ګڼو چارو د ګډوډۍ لامل ګرځي، ساه لنډي ورسره ډېرېږي، د زړه، د وینې د رګونو او غړو پر فعالیت هم اغېز کوي.

د زړه یوه متخصص ډاکټرفرانسوا کارېه چې د پاریس د ډاکټرانو د کنفرانس یو ګډونوال دی، ویلي چې په منظم ډول هره ورځ سپورت کول د انسان د ژر بوډا کېدو مخنیوی کولی شي.

دی زیاتوي چې سپورت پر زړه او د وینې د جریان پر وضعیت هم مثبت اغېز کوي، او د فشار د جګېدو مخه هم نیولی شي.

ډاکټران وايي، چې په مناسبه اندازه ورځنی سپورت د وینې د خوږوالي او کولسټرول کچه تنظیمولی او د شریانونو د بندېدو مخه نیولی شي.

د زړه یوه بله متخصصه ډاکټره ماري کریسټین الیو وايي، په زړو کسانو کې د زړه مرضونه او ستونزې ډېرې وي، چې تر ډېره د پوښتورګي او عضلو ستونزې هم ورسره مل وي.

ډاکټران سپارښتنه کوي، چې هره ورځ باید سپورت وشي، ان که پر بایسکل ګرځېدل، په پښو دګ او یا په اوبو کې لامبل هم وي.

خو په ډله ییز ډول لوبې لکه فوټبال او والیبال او داسې نور ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري.

ډاکټران وايي سپین ږیري کسان، په تېره بیا چې عمرونه یې تر شپېتو لوړ وي، باید سپک سپورتي فعالیتونه وکړي، لکه په پښو ګرځېدل، او یا د سپک وزن پورته کول.

کارېه وايي: "که چېرې د ساه لنډۍ ستونزه نه وي، دا ډول تمریونه کوم خطر نه لري."

ډاکټرانو ویلي، هغه کسان چې عمرونه یې تر پنځو شپېتو ډېر وي، په اوونۍ کې لږترلږه درې ورځې له نیم ساعت تر یوه ساعت پورې سپورت کولی شي.

ډاکټران وايي، سپین ږیرو ته سپورت ځکه ګټور دی، چې د عمر په وروستیو ۱۰-۱۲ کلونو کې د ګرځېدا پرمهال د بل چا د اوبو بار نه ګرځي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .