په وېش کې د ناقانونه ګاډو بازار

د خپريدو وخت: 11:19 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391
وېش بازار

دغو موټرو ته د پاکستان په چمن ښارکې جعلي کمپیوټري اسناد او پلېټونه جوږېږي او وروسته د هېواد ګڼو ولایتونو ته لېږدول کېږي.

د کندهار چارواکې په وېش بازار کې هغه زرګونه ناقانونه ګاډي، چې د موټر د پرزو په نوم محصول او دغه هېواد ته راوړل کېږي د امنیت لپاره لوې ګواښ بولي.

وېش نه یوازې دا چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډه پوله ده، د هېواد په کچه له بهره د واردېدونکو توکو تر ټولو یوه لویه منډيي یا بازار بلل کېږي.

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په دغه بازار کې له بهره د راوردېدونکو دویم لاس توکو ترڅنګ د هغو جاپاني موټرو چې قانوني اسناد نه لري، او د پرزې په نامه افغانستان ته راوړل کېږي، بازار خورا تود دی.

د وېش بازار موټرپلورونکی غلام نبي د جاپاني ناقانونه موټرو د تاوده بازار له رازه پرده پورته کوي:

''وېش داسې دی، لکه نړیواله منډيي، چې له وېش څخه د ټول افغانستان ولایتونو ته ځي. اسناد یې تقلبي وي، خلک نه پرې پوهېږي. همدا ده چې په څلور-پنځه لکه خرڅېږي.''

که څه هم تېرکال د افغانستان په سوېل کې د وزیرانو شورا د یوې پرېکړې له مخې دغه ډول ناقانونه سلګونو موټرو ته د پنځو کلونو لپاره قانوني اسناد ووېشل شول، خو په دې وروستیو کې دغه لړۍ پای ته رسېدلې او د کندهار د ترافیک پولیس هغو ګاډو ته چې راسته لاس اشترينګ لري او قانوني اسناد نه وي ورکړل شوي، په ښار كې د ګرځېدو اجازه نه ورکوي.

خو د پاکستان په چمن ښار کې چې له سپین بولدک ولسوالۍ سره پر پوله پروت دی د دغه ډول موټرو لپاره د جعلي اسنادو لړۍ لاهم روانه ده.

د وېش بازار موټر پلورونکی فضل الرحمن وايي:

"په چمن کې دویم نمبر (جعلي) نمبر پلیټونه شته، دلته خلک د موټر چلونې جعلي اسناد جوړوي، بیا یې بیايي او چلوي یې."

فضل الرحمن، موټر چلوونکی

''په چمن کې دویم نمبر (جعلي) نمبر پلیټونه شته، دلته خلک د موټر چلونې جعلي اسناد جوړوي، بیا یې بیايي او چلوي یې.''

موټر پلورونکي وایي چې د پولې هغې غاړې ته تر اوښتو وروسته پر ګڼو هټیو د افغانستان جعلي کمپیوټري پلیټونه نښلول شوي چې سړي ته دا په ګوته کوي جعلې اسناد هلته موندل کېږي.

فضل الرحمن وایي چې د دغو جعلي اسنادو او پلیټونو بیه له ۱۵ زره نه نیولې ته ۲۰ زره پاکستاني کلدارو پورې رسېږي.

ځینې راپورونه ښيي چې دغه جعلي پلیټونه په چین کې د یوشمېر کسانو له خوا جوړ شوي دي.

له وېش بازاره ګاونډي پاکستان ته هم په لوی شمېر ګاډي د قاچاق په ډول لېږدول کېږي او په هغو قبایلي سیمو کې ترې کار اخیستل کېږي، چې حکومت په کې کمزوری دی.

دغه ګاډي له هغو فرعي لارو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته، د یوشمېر کسانو له خوا له۴۰ زرو نیولې تر ۵۰ زرو کلدارو په بدل کې لېږدول کېږي.

خو دا چې د کندهار چارواکو دغه ډول جعلي اسناد او نمبر پلیټون چې د پولې په هغه غاړه کې جوړېږي څه کړي، د سرحدي سپین بولدک ولسوالۍ د کمیسارۍ د تروریزم امر ښاغلې سعدالله اڅکزی یې په اړه وايي:

"وېش بازار ته هره ورځ په لسګونو دغه ډول موټرچې قانوني اسناد نه لري له بهره راوړل کېږي."

''موږ ځینې ښکېل کسان نیولي، ملي امنیت، عدلي او قضايي ارګانونو ته مو سپارلي دي، له دوی سره دغه ډول جعلي اسناد نیول شوي، اوس پکار ده چې په هر ولایت او ولسوالۍ کې کمپیوټري سیستم نصب شي او موږ جعلي اسناد له اصلي هغو بېل کړو، موږ ته کشفي ارګانونو هم ویلي، چې د دغو جعلي اسنادو په مرسته ځانمرګي بریدونه شوي دي.''

وېش بازار ته هره ورځ په لسګونو دغه ډول موټرچې قانوني اسناد نه لري له بهره راوړل کېږي.

د کندهار اوسېدونکي وایي که ریښتیا حکومت غواړي د دغه ډول وسایطو د واردېدو مخه ونیسي، نو په کار دا ده چې د افغانستان په ګمرکونو د هغه د راوړلو مخه ونیول شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .