مشهور کمپیوټر پوه آرون سوارټز ځان وژلی

د خپريدو وخت: 07:13 گرینویچ - دوشنبه 14 جنوري 2013 - 25 مرغومی 1391

ایرون سوارټز له کوچینوالي د کمپیوټر پروګرام جوړولو په برخه کې کار پیل کړ او په ۱۴ کلنۍ کې یې د یو شمېر نورو کسانو په ملتیا ( ار ایس ایس ) یانې د رچ سایټ سمري لومړني پروګرامونه ولیکل.

د انټرنیټ د ازادۍ یو مخکښ فعال آرون سوارټز په ۲۶ کلنۍ کې ځان وژلی.

د نوموړي خپلوانو او د نیویارک ایالت روغتیايي څېړونکو ویلي، چې کمپیوټر پوه ایرون خپل کور کې ځان وژلی.

د نوموړي جسد د جمعې په ورځ نیویارک کې د هغه په اپارتمان کې وموندل شو.

آرون سوارټز له کوچینوالي د کمپیوټر پروګرام جوړولو په برخه کې کار پیل کړ او په ۱۴ کلنۍ کې یې د یو شمېر نورو کسانو په ملتیا ( ار ایس ایس ) یانې د رچ سایټ سمري لومړني پروګرامونه ولیکل.

د انټرنیټ د نړۍ مشهورو شخصیتونو او د نوموړي دوستانو په خپلو بلاګونو او ټویټر پیغامونو کې د هغه ستاینه کړې.

له ریډټ ویب پاڼې څخه له بیلتون وروسته نوموړي د انټرنیټ د ازادۍ لپاره فعالیت پیل کړ.

له مړینې مخکې پر نوموړي د هکینګ تورونه پورې شوي وو. هغه د ( ډیمانډ پروګریس ) نومي مهمې ډلې له مخکښانو څخه و، چې د سانسور پر ضد فعالیت کوي.

پر نوموړي تور و، چې له ( جي ایس ټي او ار ) یا د جي سټور له انلاین ارشیف څخه یې د لکونو په شمېر تعلیمي مواد د هکینګ له لارې ډاونلوډ کړي.

د منصفه پلاوي وکیلانو په وینا نوموړي غوښتل دغه مواد په وړیا توګه ووېشي.

"ایرن مړ شو، نړیوال حیران دي، چې موږ یو معتبر کارپوه له لاسه ورکړ، موږ د هیکرانو د حقونو غوښتونکی له لاسه ورکړ، مور پلار یو بچی له لاسه ورکړ، موږ باید ویر وکړو."

ټم برنرز لي

آرون سوارټز پروسږ کال د لومړنۍ محاکمې پر مهال دغه تورونه رد کړي و، خو په فدرالي کچه د نوموړي محاکمه راتلونکې میاشت پیلېدونکې وه.

د سوارټز مدافع وکیل ایلیټ ار پیټرز د برېښنالیک له لارې د ایم ای ټي پوهنتون په ورځپاڼه ( د ټیک ) کې د خپل موکل مړینه تایید کړې ده.

هغه لکیلي" تاسي، چې کومه خواشینونکی او غمجن خبر اورېدلی، متاسفانه، چې رښتیا دی"

د نیویارک د طبي څېړنې مرکز یوه ویاند ایسوشیټیډ خبري اژانس ته ویلي، چې ښاغلي سوارټز ځان په دار ځوړند کړی او ځان وژنه یې کړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .