م. م مالي کې د فرانسې د پوځي مداخلې ملا وتړله

د خپريدو وخت: 04:21 گرینویچ - سه شنبه 15 جنوري 2013 - 26 مرغومی 1391

دا ځل د لیبیا او سوریې د مسالو خلاف، نړیواله ټولنه په دې ماموریت کې وېشل شوې نه ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډې په مالي کې د اسلامي بنسټ پالو پرضد د فرانسې د پوځي لاس وهنې پراخ او ټينګ ملاتړ وکړ.

تر غونډې وروسته په ملګروملتونو کې د فرانسې سفیر وویل هیلمن دی چې په مالي کې به د ژمنه شوو افریقایي ځواکونو ځای پرځای کېدل ګړندي شي.

وړاندې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرلاورینت فابیوس ویلي و، فرانسه د ټول مالي د ټول د کنټرول هوډ نه لري.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزرات ویاندې ویکتوریا نولند وویل د فرانسې په انديښنو کې شریکه ده. د برتانیا لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون زیاته کړه دوی د لومړنیو کسانو له ډلې و چې د فرانسې له پرېکړې یې ملاتړ اعلام کړ.

لومړی وزیر دا جوته کړه چې ده د مالي په برخه کې یې د فرانسې ملاتړ ډېر ژر په ډاګه کړ.

نوموړي څرګنده کړه موږ د دې ډلې لومړني کسان وو. خو ښاغلي کاميرون دا هم وویل چې برتانوي ځواکونه به په جګړه کې ښکېل نه وي.

خو له دې سره سره به ځېنې سرتېري په ډګر کې وي.

بېګاه (دوشنبه) جوته شوه چې د برتانیا ځينې ځمکني ځواکونه د مالي پلازمینې ته رسېدلي دي چې د ترانسپورتي الوتکو په رسېدو کې مرسته وکړي.

"موږ د فرانسې په هغه هدف پوهېږو چې ترهګرو ته اجازه نه ورکوي په مالي کې فعال وي. موږ اوس له فرانسویانو سره د هغو غوښتنو په اړه سلاوې کوو چې دوی یې د ملاتړ غوښتنه کوي. موږ په المغرب او مالي کې د القاعدې په فعالېدو خپه یو"

ویکتوریا نولاند

ښایي ځينې برتانوي ځواکونه د اروپایي ټولنې په هغه ماموریت کې برخه واخلي چې مالي ځواکونو ته روزنه ورکړي.

پرون ماسپښین د برتانيا په پارلمان کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک سیموندز وویل د برتانيا چټکه پرېکړه د هغه بحران په غبرګون کې شوې چې وېره ده ښایي مالي د بنسټ پالو اورپکو لپاره په یوه پټنځي واوړي.

مرستیال وزیر وایی په مالي کې د بې ثباتۍ له امله رامنځ ته شوی ګواښ د برتانیې لپاره لویه انديښنه ده:

''موږ با ید اجازه ورنه کړو چې د مالي شمال د بنسټ پالو لپاره په پسرلي واوړي او دوی بيا ټولې شمالي افریقا ته ګواښ وکړي.''

ښاغلي سیموندز زیاته کړه د ناټو د ونډې لپاره اړتیا نشته خو د ډنمارک او امریکا متحدو ایالتونو په ګډون ځينې هیوادونه استخباراتي ملاتړ ورکوي.

خو نوموړي د ځینو وکیلانو هغو اندېښنو ته ځواب ورنه شو کړلی چې دا پوځي یرغل به لکه چې پرون د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل په اوونیو کې پای ته ونه رسېږي بلکه د مالي له پولو به هم واوړي.

دا ځل د لیبیا او سوریې د مسالو خلاف، نړیواله ټولنه په دې ماموریت کې وېشل شوې نه ده.

حتی روسیې پرون د فرانسې تېري ته هرکلی ووایه چې د مالي حکومت یې غوښتنه هم نه وه کړې او ښایی د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو له وړاندې په دې اړه سلا سره کړې وي.

مالي کې اسلام پالي

د مالي 'انصار الدین' اسلام پالې ډلې د دغه هېواد مهم او ستراتیژیک ښار 'کونا' مخکې نیولی و.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاوریېنت فابیوس له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په مالي د دوی د بریدونو ملاتړ وکړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند وویل هیواد یې په مالي کې د پوځي لاس وهنې هوډ نه لري خو د فرانسې د ګام هرکلی کوي:

''موږ د فرانسې په هغه هدف پوهېږو چې ترهګرو ته اجازه نه ورکوي په مالي کې فعال وي. موږ اوس له فرانسویانو سره د هغو غوښتنو په اړه سلاوې کوو چې دوی یې د ملاتړ غوښتنه کوي. موږ په المغرب او مالي کې د القاعدې په فعالېدو خپه یو.

القاعده په اسلامي مغرب کې فعاله شوې ده او په هغو فشار راوستلو ته اړتیا ده.''

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .