جاپان کې د ډریملاینر الوتکو الوتنې وځنډول شوې

د خپريدو وخت: 14:32 گرینویچ - چارشنبه 16 جنوري 2013 - 27 مرغومی 1391
ډرېملاینر

د امریکا د هوايي چلن چارواکو د دغو پېښو او الوتکو د څارنې امر کړی دی.

د جاپان دوو سترو هوايي شرکتونو خپلې ټولې ۷۸۷ نوې بوينګ الوتکې، چې په ډريملاينر پېژندل کېږي له يوې بلې پېښې وروسته کېنولې دي.

د ال نيپون هوايي شرکت یوې الوتکې په کې د لوګي له موندنې وروسته بيړنۍ ناسته وکړه.

بویینګ ۷۸۷ دریم لینر په نړۍ کې یو له ډېرو پرمختللو الوتکو ده او په اوس وخت کې هره ورځ د همدې الوتکې ۱۵۰ الوتنې ترسره کېږي.

خو د چاپان دغه هوايي شرکتونه اعلان وکړ چې د ۱۶مه جنوري نه به تر بلې پرېکړې پورې دغه الوتکې الوتنې نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرې اوونۍ جاپان کې ۷۸۷ ډوله بویینګ الوتکه، له برېښنا نه د اور اخیستو، بریک کې د ستونزو، تېلو د لیکېدو او په باډۍ کې یې د درزونو د پیدا کېدو له پېښو سره مخامخ شوه.

د امریکا د هوايي چلن چارواکو د دغو پېښو او الوتکو د څارنې امر کړی دی.

ډریملاینر

د ۲۰۰۹ کال په همدې شپې ورځو کې د ډریم لاینر بویینګ خپله لومړنې بریالۍ الوتنه تر سره کړه.

له دې هر څه سره سره د بویینګ کمپنۍ چارواکي وايي داسې کومه اندېښنه نه شته چې ګواکې دا الوتکه خوندي نه ده خو امریکايي څېړونکي فکر کوي چې یوې پلټنې ته اړتیا شته.

ډریملاینر بویینګ ۷۸۷

د ۲۰۰۹ کال په همدې شپې ورځو کې د ډریم لاینر بویینګ خپله لومړنې بریالۍ الوتنه تر سره کړه.

دغه الوتکه چې په تېلو کې ډېره سپما کوي، د تخنیکي ستونزو له امله تر ټاکل شوي مهال دوه کاله وروسته خپله لومړنۍ الوتنه تر سره کړه.

په ۲۰۱۱ کال کې د بویینګ کمپنۍ په پیل کې ۵۰ الوتکې مارکېټ ته وړاندې کړې او د ۸۰۰ نورو غوښتنه ترې وشوه.

اوس نوموړې کمپنۍ غواړي په هره میاشت کې لس ۷۸۷ ډوله بویینګ الوتکې جوړې کړي او وايي د خوندیتوب په اړه یې هېڅ اندېښنه نه لري.

بويينگ په دې پروژه کې تر لس ميليارده ډالره ډېره پانگونه کړې ده.

د دغه شرکت په وینا د ٧٨٧ ډوله ډريملاينر الوتکې بېسارى سپک وزن هرکال شرکتونو ته د تېلو د لگښت او د حفظ او مراقبت له پلوه ميليونونه ډالر سپموي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .