سوریه: چاودنې څه د پاسه ۸۰ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 07:37 گرینویچ - چارشنبه 16 جنوري 2013 - 27 مرغومی 1391

فعالان او عيني شاهدان وايي چاودنه د هغو بمونو له امله وشوه، چې حکومتي جنګي الوتکو وغورځول، خو د سوريې حکومت د پېښې پړه پر ياغيانو اچوي.

سوريه کې فعالان او چارواکي وايي په حلب پوهنتون کې يوې لويې چاودنې څه د پاسه ۸۰ کسان په داسې حال کې وژلي چې زده کوونکي ازموينې ته ناست وو.

پر انټرنټ خپرې شوې وېډيوګانې د پوهنتون د يوې ليليې مخه ښيي چې سره بېله شوې ده او پر سړک زيات شمېر جسدونه پراته دي.

فعالان او عيني شاهدان وايي چاودنه د هغو بمونو له امله وشوه، چې حکومتي جنګي الوتکو وغورځول، خو د سوريې حکومت د پېښې پړه پر ياغيانو اچوي.

سوریه کې د بشري حقونو د یوې څارونکې ډلې، چې مرکز یې برتانیه کې دی، مسوولینو ویلي، چې دوې چاودنې شوې، چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي.

حلب کې د زده کوونکو يو فعال محمد سعيد د سترګو ليدلی حال داسې انځور کړ:

'"دا ټولوژنه د جټ الوتکو د بريد له امله پر داسې مهال شوې چې په پوهنتون کې ازموينه روانه وه. له ۸۰ زيات زده کوونکي په دغه بمبارۍ کې وژل شوي او له سلو زيات ژوبل دي. حکومت وايي دا پېښه د موټر بم چاودنې له امله رامنځته شوې، خو پخپله خلکو الوتکې ليدلي چې بمباري يې کړې ده."

د تېر کال په اکتوبر میاشت کې حلب کې د بمي چاودنو د یوې لړۍ په پایله کې ۳۴ کسان وژل شوي وو.

حلب کې دولتي ځواکونو د یاغیانو په شا تمبولو لپاره ځو ځلې عملیات کړي.

د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې سوري یاغیانو د حکومتي ځواکونو پر ضد څرګند بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي او د حلب ښار ډېره برخه د دوی په کنترول کې ده.

یاد پوهنتون په هغه سیمه کې موقعیت لري، چې د حکومت ځواکونو په کنترول کې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .