پاکستان له القادري سره د احتجاج ختمولو پر سر موافقه وکړه

د خپريدو وخت: 21:29 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391

د ښاغلي قادري په مشرۍ لاريون چې له لاهوره پيل شوى وو تېره دوشنبه ماښام اسلام آباد ته ورسېد

د پاکستان حکومت له مذهبي عالم طاهرالقادري سره اسلام آباد کې د پارلمان مخې ته د حکومت ضد ستر احتجاج پر ختمولو هوکړه وکړه.

د هوکړې جزئیات لا نه دې څرګند شوي خو د ښاغلي قادري د پلویانو غوښتنه وه چې حکومت دې له ټاکنو وړاندې استعفا ورکړي.

پاکستان کې ټولټاکنې به په راتلونکې مې کې تر سره شي.

پاکستان کې کړکېچ د سې شنبې په ورځ (۱۵ جنوري) د حکومت ضد لاریونونو له پیلېدا او د پاکستان د سترې محکمې له لوري د دغه هېواد د لومړي وزير راجا پروېز اشرف د نیولو د امر له ورکړې وروسته پیل شو چې وايي د برېښنا په یوه قرارداد کې يې درغلي کړې ده.

څېړونکي وايي د ښاغلي اشرف نیول ښايي دومره ژر شونې نه وي.

پاکستان کې فساد ضد ایجنسۍ هم د سترې محکمې دغه امر رد کړی.

په پاکستان کې د احتساب ملي ادارې مشر فاسې بوخاري وايي پلتڼو دومره شواهد نه دې تر لاسه کړي چې د ښاغلي اشرف نیول دې توجیع کړي.

خوشالۍ او ولولې

ځينې داسې انگېري چې ښاغلى قادري غواړي په راتلونکي حکومت کې قضا او پوځ ته ونډه ترلاسه کړي

ښاغلي قادري نن پنجشنبه ( جنوري ۱۷) خپلو پلویانو ته د خبرو پر مهال وویل نن د حکومت ضد روان احتجاج وروستۍ نېټه ده.

د حکومت او ښاغلي قادري تر منځ خبرې اترې وروسته له غرمې هغه مهال پېل شوې چې د کابينې يو شمېر غړي او نور چارواکي هغه زغروال کانټينر ته ورننوتل چې ښاغلى قادري په کې له تېرې سه شنبې راهيسې مېشت دى او شاوخوا ته يې زرگونه پلويان ورټول دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير قمر زمان کاېره د فرانسې خبري آژانس ته وويل د خبرو اترو موخه د هغه مخامختيا ( اختلاف) هوارول دي چې د اسلام آباد په زړه کې يې د ژوندانه عادي بهير ټپ ودرولى.

د ښاغلي قادري ملاتړي چې په سړې هوا او شړکنده باران کې خپل احتجاج جاري ساتلى و، ويل کيږي چې د خبرو اترو د اعلان له اوريدو سره پر سړکونو په نڅا او ولولو شول.

د ښاغلي قادري په مشرۍ لاريون چې له لاهوره پيل شوى وو تېره دوشنبه ماښام اسلام آباد ته ورسېد او لاريونيانو په دغه ښار کې لويه غونډه وکړه.

د سه شنبې په ورځ لندې مودې لپاره اخ و ډب را وټوکېد خو په ټوله کې د احتجاج بهير سوله ييز و.

دغه مذهبي عالم غوښتنه کړې وه چې قضا او پوځ دې د هغه لنډ مهالي حکومت په جوړولو کې ښکېل وي چې راتلونکې ټاکنې څاري.

خو د چهار شنبې په ورځ هغه مهال له ماتې سره مخامخ شو چې د مهمې حکومت مخالفې ډلې مسلم ليگ مشرانو د نوموړي له ملاتړ نه ډه ډه وکړه.

ځينې داسې انگېري چې ښاغلى قادري غواړي په راتلونکي حکومت کې قضا او پوځ ته ونډه ترلاسه کړي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .