الجزایري ځواکونو برمته کوونکي محاصره کړي

د خپريدو وخت: 06:59 گرینویچ - پنجشنبه 17 جنوري 2013 - 28 مرغومی 1391

په يرغمل شویو کې د جاپاني، برتانوي او امريکايي اتباعو شتون تایید شوی دی.

د الجزایر امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په شمال کې د ‌‌طبیعي ګازو هغه کار ځای محاصره کړی، چې بهرني کارکوونکي په کې د سخت دریځو اسلامپاله اورپکو له خوا برمته شوي.

د الجزاير چارواکي وايي امنيتي ځواکونو د "ان امېناس" د ګازو کار ځای محاصره کړی او په سيمه کې شا وخوا شل کسان د بريدګرو په ولکه کې دي.

خو په يوې وينا پاڼې کې چې ظاهرا" له القاعدې سره د تړلې يوې ډلې لخوا خپره شوې، د برمته شويو شمېر ٤١ ښوول شوى.

د الجزایر رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر کارکوونکي له کارځایه په تېښته بریالي شوي دي.

يرغمل شویو کې د جاپاني، برتانوي او امريکايي اتباعو شتون تایید شوی دی.

د الجزاير د بهرنيو چارو وزير ويلي حکومت به یې له دې سخت دریځو اسلامپالو سره، چې مشري يې د مختار بلمختار په نامه داسې يو کس کوي چې د پېسو لپاره د سړي تښتونې اوږده ماضي لري هېڅ کله خبرې اترې ونه کړي.

خو په يوه وينا پاڼه کې چې ظاهراً له القاعدې سره د تړلې يوې ډلې لخوا خپره شوې، د برمته شويو شمېر ٤١ ښوول شوى.

وينا پاڼه زياتوي چې بريد په مالي کې د اسلامپالو ياغيانو په وړاندې د فرانسې له پوځې اقدام سره د الجزاير د ملاتړ په توګه شوى.

دوی وايي د خپلو غوښتنو یو لړ لیک یې وړاندې کړی، چې په کې یوه غوښتنه په مالي کې د یاغیانو پر ضد د فرانسوي ځواکونو له لوري د پوځي عملیاتو درول دي.

د الجزاير د کورنيو چارو وزير داهو ولد قابيله وويل اورپکو چې په وسلو سمبال وو په لومړي سر کې د گاډو يو کتار په نښه کړ چې بهرنيان يې هوايي ډگر ته لېږدول.

ښاغلي کبيله زياته کړه برمته کوونکي غواړي له يرغمليانو سره يو ځاى له الجزايره ووځي، خو دوى ته به دا اجازه ورنه کړل شي.

په دغه مرکز کې د ګازو د را اېستلو چارې د برتانيا د تيلو شرکت بي پي، د الجزاير د تيلو دولتي شرکت او د سټېټ آيل په نامه د يوې ناروېژې کمپنۍ لخوا پر مخ بيول کيږي.

د الجزاير د بهرنيو چارو وزير ويلي حکومت به یې له دې سخت دریځو اسلامپالو سره، چې مشري يې مختار بلمختار کوي هېڅ کله خبرې اترې ونه کړي.

په يرغمليانو کې د جاپان ناروې او د برتانيا د اتباعو رپوټ ورکړل شوى خو د امريکا د بهرنيو چارو وياندې وېکتوريا نولاند د برمته شويو په ډله کې د امريکايي وگړو شتون هم تایید کړ..

"په اوسمهال کې زموږ معلومات دا دي چې امريکايان هم د يرغمل شويو په ډله کې دي خو د هغوى د خوندیتوب لپاره يې د شمېر يادونه نه کوم. د هغوى نومونه هم نه درپېژنم. موږ له الجزايري چارواکو او دهغو له استخداموونکوسره په اړیکه کې يو))"

وړاندې د فرانسې په خبري آژانس کې د ان امېناس د يوۀ الجزايري کارکوونکي په وينا راغلي وو چې اورپکو د سلګونو اسلامپالو بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو بيا ېو بل رپوټ وايي چې اورپکو له فرانسې غوښتي چې په مالي کې خپل پوځي عمليات ودروي.

بل لور ته د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند هم منلې چې د ان امېناس د ګازو پر کارځای بريد په مالي کې د اسلامپالو ياغيانو پرضد د فرانسې له اقدام سره تړاو لري.

" زه د الجزاير له چارواکو سره پر له پسې په تماس کې يم او هغوى له اړتيا سره سم هر څه کوي. موږ د هغو هېوادونو او دولتونو او حکوتونو له مشرانو سره هم چې وګړي يې په دغه پېښه کې ښکېل دي پر له پسې اړيکې نيسو، او اوس به ټول پوۀ شوي وي چې دا ټول په مالي کې له نړېوال ماموريت سره بې تړاوه نه دې"

اورپکو ډلو وړاندې گواښ کړى و چې په مالي کې د فرانسې د لاسوهنې غچ به اخلي او الجزاير فرانسوي الوتکو ته د خپل هوايي حريم د کارولو اجازه ورکړې.

.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .