د سولې شورا د پاکستان د پرېکړې هرکلی وکړ

د خپريدو وخت: 15:10 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391
عطاء الله لودین

عطاء الله لودین د خوشي شوی او خوشي کېدونکو طالبانو د ځای مالومول مهم بولي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستان له خوا د طالبانو د خوشي کولو د تصمیم هرکلی کړی دی.

پاکستاني چارواکو په وروستیو کې اعلان کړی چې غواړي له دوی سره ټول طالب بندیان خوشي کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي عطاء الله لودین بي بي سي ته وویل دغه طالبان باید د افغان حکومت سره په مشورې خوشي شي چې بېرته له وسله والو مخالفینو سره یو ځای نه شي او د سولې بهیر ته زیان وانه اړوي:

''موږ د ټولو هغو بندیانوپه اړه، چې پاکستان کې په ناقانونه ډول بندیان دي، د پاکستان د دغه اقدام استقبال کوو، البته ځینې وړاندیزونه هم لرو، که چېرې دغه بهیر د افغاني تفاهم او د سولې د عالي شورا په منځګړتوب ترسره شي، ښې اغېزې به ولري، که دغه بندیان خوشي کېږي، او برخلیک یې نه وي مالوم، اغېز یې کمېږي.''

ټلواله

خو د افغان حکومت مخالفه سیاسي ډله د پاکستان دغې پرېکړې ته د شک په سترګه ګوري، چې په اند یې د طالبانو خوشي کول طالبانو ته یو ډول امتیاز ورکول دي.

د حکومت اپوزیسیون (ملي ایتلاف) یو غړی محمد عاصم وايي دا هڅې د سولې له بهیر سره مرسته نه شي کولای.

د پاکستان پرېکړه

په ابوظبي کې د خبرو پر وخت د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وويل چې ټول افغان طالبان به له خپلو زندانونو خوشي کړي.

جليل جيلاني

جليل جيلاني په ابوظبي کې يوۀ خبري کانفرانس ته وويل: "پر پاتې زندانيانو موږ خبرې کوو او خوشې به يې کړو."

جليل جيلاني په ابوظبي کې يوۀ خبري کانفرانس ته وويل: "پر پاتې زندانيانو موږ خبرې کوو او خوشې به يې کړو."

له ښاغلي جيلاني وپوښتل شول چې په دغو اسريانو کې د ملا محمد عمر پخوانى مرستيال ملا برادر اخوند هم شامل دى که نه، دغه پاکستاني لوړ پوړي دېپلومات ځواب ورکړ:

" نيت دا دى چې ټول خوشي کړو" خو ښاغلي جيلاني نور سپيناوى و نه کړ.

د ځينو په ګومان په افغانستان کې د پخلاينې او سولې لپاره دا د اسلام اباد تر ټولو لوى ګام دى.

کابل په پر له پسې توګه په پاکستان کې د زنداني شويو طالبانو د خلاصون او ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

د ملا برادر په برخه کې پاکستان تر اوسه ظاهرآ مثبت ځواب نه دى ورکړى خو افغان چارواکو په بيا بيا د هغه د ورسپارلو او خوشې کولو يادونه کړې وه.

پاکستان کې په لسګونو افغان طالبان زنداني دي

د سيمې د چارو کارپوه رحيم الله يوسفزى په دې باور دى چې په پاکستان کې شاوخوا ١٠٠ افغان طالبان زنداني دي چې په هغو کې يو شمېر خورا مهم دي او د استخباراتو له څانګې اى ايس اى سره په ځانگړي زندان کې دي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د سولې د خبرو لپاره وسله والو طالبانو تل د خپلو اسيرانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

ويل کېږي چې له امريکايانو سره د وسله والو طالبانو د تېر کال خبرې تر هغه وروسته وځنډېدې چې طالبانو په ګوانتانامو کې د خپلو بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او پر ځاى نه شوه.

افغان حکومت په دې باور دى چې په پاکستان کې د طالب زندانيانو خوشې کول به د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

په کابل کې د سولې د عالي شورا چارواکو تېره مياشت له هغه وروسته خوښي ښوولې وه چې پاکستان د ملا ترابي په ګډون يو شمېره طالب زندانيان خوشې کړل.

افغان چارواکو ويل دوى به خوښ وي چې دغه خوشې شوي زندانيان افغانستان ته ستانۀ شي خو که هر ځاى وي او د جګړې ډګر ته ور نه شي دوى يې په خوشې کېدو خوشحاله دي.

ملا ترابي د طالبانو په واکمنۍ کې د عدليې وزير و چې تېره مياشت پاکستان له يو شمېر نورو طالبانو سره خوشې کړ.

خو هغه مهال هم د ملا برادر په باب پوښتنې پيدا شوې چې ولې خوشې شوى نه دى.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .