د امريکا مدني حقونو فعال جېمز هوډ مړ شو

د خپريدو وخت: 22:41 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

جيمز هوډ د دوکتورا خپلې زده کړې په ١٩٩٧ کال کې په الاباما پوهنتنون کې بشپړې کړي

د مدني حقونو يو فعال جېمز هوډ د ٧٠ کلونو په عمر د امريکا د الاباما ايالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

دى د امريکا په متحده ايالتونو کې د توکميز تبعيض او توپير پرضد له کلکو مبارزانو و.

ښاغلى هوډ يو له هغو دوو لومړيو افريقايي الاصله تور پوستانو و چې د الاباما پوهنتون ته چې له يوه سره په کې سپين پوستي وو، شامل شو.

د ١٩٦٠ لسيزې په لومړيو کې امريکايي سياستوال جورج ولس چې د مدني ټولنو د فعاليت سخت مخالف وه، د الا باما ايالت گورنر وټاکل شو.

ده د خپل بري په وينا کې "د بشريت په تاريخ کې د ټولو سترو خلکو په نامه لوړه کوم چې د تبعيض او توپير پلوی وم، يم او وم به".

خو د گونر يا والي په توگه له ټاکنې پنځه مياشتې وروسته د ده دغه اراده او نظر له ستر گواښ سره هغه وخت مخامخ شو چې دوه تنو تور پوستو افريقايي الاصلو جيمز هوډ او ويوېن مالون الاباما پوهنتون کې د زده کړې د پيل هڅه وکړه.

خو جورج ولس او امنيتي ځواکونه يې د پوهتنون د اديتوريم په لار کې ودرېدل هڅه يې وکړه چې دغه دواړه تور پوستي زده کونکي پوهنتون ته پرې نه ږدي.

خو جيمز هوډ له دغه وضعيت ونه وېرېد، او پوهنتون ته د تلو پر خپل هوډ ټنينگ ودرېد.

خو د ده او ويوين دواړو بخت ښه و. د امريکا د وخت ولسمشر جان اېف کېنېډي مداخله وکړه، امر يې وکړ چې د ايالت امنيتي سر تېري دې د دغو دوو تور پوستو امنيت وساتي او پوهنتون ته يې دې بدرگه کړي.

جان کېنېدي د دغې پېښې پر مهال وويل: "هيله کوم هر امريکايی چې هر ځاى ژوند کوي د دې پېښې او دې ته ورته نورو پېښو ته پام وکړي".

ده وويل: "د امريکا بنسټ د بېلا بېلو توکمونو له خوا ايښودل شوى او پر دې بنسټ ايښول شوى چې ټول انسانان سره برابر دي او مساوي حقونو لري. که د يوه حق تر پښو لاندې کېږي مانا يې دا ده چې د ټولو حق زيانمنېږي نو نن زمو ږ دنده دا ده چې پر دې باوري شو چې د ټولو د حقونو درناوي کېږي".

جيمز هوډ خپل لسانس په مېشگن کې واخيست او د دوکتورا خپلې زده کړې يې په ١٩٩٧ کال کې په الاباما پوهنتنون کې بشپړې کړي او ويوين مولان په ٢٠٠٥ کال کې مړه شو.

دوی دواړه به د خپل کارنامو له کبله د خلکو په ياد وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .