اکسفام د نړۍ له مشرانو د نابرابرۍ په اړه نوی دريځ غواړي

د خپريدو وخت: 22:59 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

اکسفام وايي شتمن د نړۍ د وگړيو يوازي يوه سلنه جوړوي

د اکسفام په نامه د خيرښېگڼې يوه ټولنه وايي د نړۍ ۱۰۰ شتمنو کسانو تېرکال دومره پيسې گټلي چې کولى شي څلور ځله د نړۍ ترټولو بېوزلو خلکو بېوزلي ورکه کړي.

اکسفام د "نابرابرۍ" تر سرليک لاندې خپل رپوټ کې ويلي تېرکال د سلو شتمنو کسانو خالصه گټه ۱۵۰ ميليارډ پوڼده وه.

اکسفام وايي نړۍ له دې وراخوا نشي کولى چې شتمنۍ د گوتو په شمېر څوکسانو په لاسونوکې پرېږدي اونور خلک دې له هغه څه سره لاس اوگريوان شي چې له دوى نه پاتې کېږي.

دغه ټولنه وايي شتمن چې د نړۍ د وگړيو يوازي يوه سلنه جوړوي، تېرو شلو کلونو کې تر ۶۰ سلنې پورې خپله گټه وټه ډېره کړې ده.

اکسفام راتلونکې اوونۍ د سويس ډېوس ښار کې د نړۍ شتمنو هېوادونو د مشرانو او سترو پانگوالو د اقتصادي سرمشريزې په درشل کې اوايي دغه نابرابري د اقتصادي فعاليتونو مخه نيسي، او د نړۍ له مشرانو يې غوښتي، چې دا حالت پرشا بوځي.

دغه ټولنه لارښوونه کوي چې د ماليو جنتونه دې دې وتړل شي، د ماليو زاړه ډولونه دې ودرول شي او غوښتنه کوي چې د عامه خدمتونو په برخو کې دې پانگونه ډېره شي.

خو په داسې يو حالت کې چې ډېرى هېوادونه خپلې ملاوې په کمربندونو کلکې تړي، څرگنده نه ده چې سياستوال په به څومره دغو لارښوونوته پام وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .