"د پاکستاني پلټونکي د مرګ پلټنه دې وشي"

د خپريدو وخت: 17:46 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

د پاکستان سترې محکمې د تېره اوونۍ د فساد تورنو پر سر د ښاغلي اشرف د نيولو امر کړی و

د يو چارواکي کورنۍ چې د پاکستان لومړي وزير راجه پروېز اشرف سره په تړاو يې د فساد يوې قضيې پلټنه کوله، د هغه د مرګ په اړه د پلټنې غوښتنه کړې ده.

کامران فيصل د جمعې په ورځ د اسلام اباد يوه حکومتي استوګنځي کې، چې دی په کې اوسېده، غرغره شوی وموندل شو.

چارواکي وايي د مړي يوه لنډمهالې طبي څېړنه ښيي چې ښاغلي فيصل په خپله څان وژلی دی.

خو کورنۍ يې وايي پر جسد يې داغونه وو، او پلار يې د يوې خپلواکې قضايي پلټنې غوښتنه کړې ده.

پوليسو د جمعې پر ورخ وويل دوی د وژنې په ګډون د هرې شونتيا پلټنه او څېړنه کوي.

د پاکستان سترې محکمې د تېرې سې شنبې/نهې پر ورځ د داسې تورنو پر سر د ښاغلي اشرف د نيولو امر کړی و، چې په ۲۰۱۰ کال کې يې د اوبو او برېښنا وزير په توګه د پروژو تصويبولو پر مهال رشوت اخيستی و.

خو لومړی وزير اشرف دغه تورونه ردوي.

"پر جسد داغونه"

ښاغلی فيصل د ملي حساب کتاب ادارې په نامه د پاکستان فساد ضد څارنې ادارې لپاره کار کاوه.

د نوموړي تره طارق مسعود د پنجاب ايالت/صوبې ميان چنو کې خبريالانو ته وويل چې له جنازې مخکې يې د مينځلو پر مهال د مړي پر جسد داغونه وو.

کامران فيصل د جمعې په ورځ د اسلام اباد يوه حکومتي استوګنځي کې، چې دی په کې اوسېده، غرغره شوی وموندل شو

ده وويل: "پر مړوند يې داسې نښې دي لکه چې تړل شوی وي. پر شا او تر غاړې لاندې يې هم نښې شته".

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال شازېب جيلاني وايي د پاکستان ټلوزيوني چنلونو داسې انځورونه خپاره کړي، چې پر ښي مټ يې يو داغ ښيي.

پلار يې ويلي: "زما د زوی مرګ په اړه موږ د يوې خپلواکې قضايي پلټنې غوښتنه کوو".

خو يو رسمی وياند ډاکټر اشرف اسطوري وويل جسد طبي څېړنې په اړه لنډمهالي راپور کې ويل شوي "پر جسد له غاړې چاپېر د رسۍ له نښو پرته د ټپونو يا داغونو نورې نښې نه وې".

د جمعې په ورځ د مړه شوي سړي يو شريک بي بي سي ته وويل دغه سړی په ورستيو اوونيو کې تر پام وړ فشار لاندې و.

دغه سړي بي بي سي ته وويل وويل ده د اشرف قضيه کې ستر رول لاره، تر هغه چې دی او يو يل بل چارواکی د دې مياشتو لومړيو کې د فساد ضد څار ادارې له لوري ترې ايستل شوي وو.

يوه ګاوندي هم ويلي چې ښاغلي فيصل هم له دغې مهمې قضيې د بدلېدو غوښتنه کړې وه، او ډېر غمجن و.

پر حکومت فشار

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال وايي د کامران فيصل مرګ د ښاغلي اشرف پر وړاندې له اوږدې مودې راهيسې د فساد روانې قضيه کې وروستۍ غوټه ده.

د ده د مرګ پېښه د لومړي وزير د نيولو له امر څو ورځې وروسته راځي، چې پر مهال يې يوه مخور ملا طاهر القادري په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د زرګونه خلکو احتجاجي لاريون مشري کوله.

ښاغلي قادری او ملاتړيو يې له حکومته له ټولټاکنو مخکې د استعفا غوښتنه کوله، چې په پام کې ده راتلونکې مې کې ترسره شي.

خو حکومت ښاغلي قادري سره يوه جوړجاړي ته ورسېد، او پر دې يې سلا وکړه چې پارلمان دې د مارچ له ۱۶ مې مخکې لغوه شي، خو بيا هم دغو پېښو په پاکستان کې د سياسي کړکېچ وېرې راپورته کړې دي.

کتونکي وايي داسې نه برېښي چې ښاغلی اشرف دې په نژدې وخت کې ونيول شي.

د فساد ضد څارې ادارې (NAB) مشر فسيح بخاري دا خبره رد کړې، چې د نيولو امر دې پلی کړي، او وايي د سپيناوي لپاره يې پوره بېلګې په لاس کې نه لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .