سوریه کې د الجزیرې خبریال وژل شوی

د خپريدو وخت: 06:31 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391
محمد المسالمه (الحوراني)

محمد المسالمه (الحوراني) له الجزیرې سره تر کار پیلولو مخکې د سوري پاڅون کوونکو یو فعال غړی و.

د الجزیرې تلوېزیون ویلي، چې د سوریې سوېلي درعا ښار په بصرالحریر سیمه کې یې د تېرې جمعې په ورځ د حکومتي ځواکونو په ډزو یو خبریال محمد المسالمه (الحوراني) وژل شوی .

نوموړي له تېر یوه کال راهیسې د درعا د جګړو رپوټونه ورکول.

الحوراني په ۱۹۸۰ کال په درعا کې پیدا شوی، او خپلې سیمې ته نژدې وژل شوی، چې یوازې کونډه ترې پاتې شوه.

نوموړي یوه اوونۍ مخکې خپله کورنۍ (ښځه او مور او پلار) د جګړې له کبله اردن ته ولېږدول، او سوري ځواکونه په ده پسې ګرځېدل.

نوموړی داسې مهال وژل شوی، چې له یوه سړک د سوریې د ازاد پوځ له ځواکونو سره تېرېده او مایکروفون یې په لاس کې و.

یوه میاشت وړاندې سوري ځواکونو د دغه خبریال د نیولو یا وژلو اعلان کړی و.

الحوراني د سوري پاڅون کوونکو غړی و.

نوموړي له تېر یوه کال راهیسې له الجزیرې تلوېزیون سره د فریلانس خبریال په توګه په سوریه کې کار کاوه، او د سوري وګړو د ناوړه وضعیت په اړه یې رپوټونه چمتو کول.

د الحوراني یوه ملګري عمر ویلي، چې "محمد ځکه له خپلې کورنۍ لیرې او مسافر و، چې سوري پوځ ته یو مطلوب کس و. همدا وه چې خپله کورنۍ یې اردن ته ولېږدوله."

دوې میاشتې وړاندې، د هغه خور په درعا کې د حکومتي ځواکونو په ډزو وژل شوې وه.

د تېرې جمعې په ورځ (جنوري ۱۸) د سوریې طبي سرچینو ویلي وو، چې د بلجیم یو خبریال د سوري ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.

دغه بلجیمی خبریال د سوریې په شمالي حلب ښار کې هغه مهال ووژل شو، چې د مرکزي زندان د وانۍ پر سر پوځيانو ډزې پرې وکړې.

د خبریالانو په نښه کول

الحوراني په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دویم خبریال دی، چې په سوریه کې وژل کېږي.

مخکې د فرانسې یو خبریال یوویس ډیبې په حلب ښار کې وژل شوی و.

د اې ایپ پي خبري اژانس د راپور له مخې، په تېرو ۲۲ میاشتو کې د سوریې د کړکېچ پرمهال لږترلږه ۲۲ مسلکي خبریالان وژل شوي او په نښه شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .