بي بي سي په حمص کې د ټول وژنې شواهد موندلي

د خپريدو وخت: 05:19 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391
ټول وژنه

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ددغو ټول وژنو پلټنه غوښتې.

په سوریه کې د بي بي سي خبریال د حمص "حصویه" کې د ټول وژنې شواهد پخپلو سترګو لیدلي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو څارونکي وايي، د روانې اوونۍ په دغه ټول وژنه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د دوی کورونه هم په لوی لاس سېځل شوي دي.

د بي بي سي له لوري یوه ډله د حمص ښار "حصویه" سیمې ته تللې او هلته یې په کورونو کې د ټول وژنې په اړه شواهد او لاهم پراته مړي لیدلي دي.

حکومتي پوځيانو ویلي، چې وژل شوي کسان یې له کورونو لیرې غورځولي، او د دغې ټول وژنې پړه یې پر اسلام پالو وسله والو او حکومت ضد ځواکونو اچولې ده.

خو د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، چې سوري ځواکونه د ټول وژنې پر مهال د دوی په کلي کې وو.

"په وینو لت پت"

په "حصویه" کې د تېرې پنجشنبې ورځې د ټول وژنې په اړه حکومت ضد ځواکونو او د بشري حقونو فعالینو ضد او نقیض رپوټونه ورکړي، خو تر اوسه په دقیقه توګه لا نه دي کره شوي.

په برتانیا کې د سوري بشري حقونو د څار مېشته ډله وايي، چې په ۱۰۰ وژ شویو کې ښځې او ماشومان هم دي، چې د ولسمشر بشارالاسد د پلوي ځواکونو په ډزو وژل شوي.

دغه ډله وايي، چې ځینې مړي "پخپلو کورونو کې سېځل شوي او ځینې نور بیا په چړو وژل شوي دي".

جنګي جنایت

لیز دوسیت

لیز دوسیت د سوریې دغه ټول وژنه ''جنګي جنایت بللی دی.''

راپور وايي چې "د ځینو کورنیو ټول غړي اعدام شوي، چې یوه اعدام شوې کورنۍ له ۳۲ غړو جوړه وه."

د بشري حقونو د څار د دغې ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، چې "ملګري ملتونه باید د دغې ټول وژنې پلټنه وکړي".

بل خوا، د سوریې یوه حکومتي چارواکي د ټول وژنې د دغه راپور د صحت په اړه شک ښودلی دی.

د تېرې جمعې په ورځ "حصویه" ته د بي بي سي خبریاله لیز دوسیت ورغلې وه، چې په رسېدو سره سم یې سوري پوځيان د وژل کېدا له سیمې لیرې د لېږد په اړه خبر کړل، خو د ټول وژنې زړه بوږنوونکی حالت یې لیدلی دی.

دوسیت ویلي "د یوه کور مخې ته درې پړسېدلي مړي پراته وو، پر سیمټو د وینو اثار ښکارېدل. په پخلنځي کې هم خلک وژل شوي، خو ګیلاسونه او توکي پر درړو په منظم ډول اېښودل شوي."

"په یوه بله خونه کې، دوه نور سېځل شوي مړي له یوه مات شوي چپرکټ سره نژدې پراته وو."

ټکان

د کلي اوسېدونکو دې پېښې سخت دردولي او ټکان یې خوړلی، دوی بي بي سي ته ویلي چې په یوه ورځ د دوی ۱۰۰ کلیوال ووژل شول.

له بي بي سي سره ملو پوځيانو ویلي، دغه ټول وژنه د "نصرت جبهې" اسلام پالې وسلې والې ډلې سلو اورپکو کړې ده.

د سوریې ټول وژنه

په یوه پخلنځي کې، چې غولی یې په وینو لت پت و، ۱۲ ویشتل شوې مرمۍ موندل شوې دي.

د کلي یوې ښځې هم دا ډول څرګندونې کړې دي، خو یوې بلې ښځې، د حکومتي ځواکونو له غوږونو لیرې د بي بي سي دغې ډلې ته ویلي، چې حکومتي ځواکونه د ټول وژنې پرمهال په سیمه کې لیدل شوي.

ځینو پوځيانو د دغې ټول وژنې بښنه غوښتې، او زیاته کړې یې ده، چې د دوی نورو پوځي ملګرو له کوم پوځي امر پرته دا کار کړی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې ټول وژل شوي کسان سني مذهبه دي، چې د سیمې ډېری وګړي تشکیلوي، او له تېرو ۲۲ میاشتو راهیسې د حکومت ضد پاڅونونو ملاتړ یې کاوه.

ملګري ملتونه وايي چې د سوري حکومت ضد پاڅونونو او جګړو کې تر ۶۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری قربانیان یې ولسي وګړي دي.

د روانې اوونۍ په لومړیو کې د "حصویه" شاوخوا سیمو کې سخته جګړه هم شوې وه.

حکومت پلوې "الوطن" ورځپاڼې ویلي، چې حکومتي ځواکونه د حمص، پر لور خوځېدلي وو، چې په وینا یې هلته یې سیمه د "اورپکو له شتون پاکه کړه."

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .