اوباما د الجزایر په وژنو ترهګر پړه وبلل

د خپريدو وخت: 08:22 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

اوباما وايي، که ترهګر هرځای ته ولاړ شي، امریکا به یې پرېنږدي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې د الجزایر د "ان امیناس" کې د ۲۳ تښتول شوو کسانو د وژنې پړه نېغ په نېغه د "ترهګرو" پرغاړه ده.

اوباما ویلي چې "دغه برید د افریقا په شمال کې د القاعدې او نورو سخت دریځو ډلو له لوري د یوه ګواښ ښکاره پیلامه ده."

نوموړی زیاتوي "په سیمه کې له خپلو ټولو ملګرو سره د ترهګرۍ د ځپلو لپاره له نژدې هلې ځلې کوو."

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا ویلي، د القاعدې وسله وال که هر ځای ته ولاړ شي، امریکا به یې پرېنږدي.

د تښتول شوو وژنه

په دغو څلور ورځنیو عملیاتو کې –چې پر څلورمه ورځ پای ته ورسېدل- د هوايي برید په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

په عملیاتو او د تښتوونکو په لاس لږترلږه پنځه برتانویان، یو نارویجی او لس جاپانیان وژل شوي او یا تري تم شوي دي.

بهرني وګړي

  • لس جاپانیان وژل شوي
  • د ناروې پنځه وګړي ورک شوي یو وژل شوی
  • پنځه برتانویان وژل شوي یا ورک شوي
  • نامعلوم شمېر امریکایان وژل شوي او ورک دي
  • ممکن د رومانیا، تایلنډ، فلیپین، کولمبیا، جنوبي کوریا او اتریش وګړي هم وي

الجزایر ویلي، چې ځواکونو یې لږترلږه ۳۲ تښتوونکي وژلي دي.

د الجزایر د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو، چې په دغو عملیاتو کې ۲۳ تښتول شوي کسان او ۳۲ تښتوونکي اسلامپالي اورپکي وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویناپاڼه وايي: "د الجزایر ۶۸۵ کارکوونکي او ۱۰۷ بهرنیان خوشي شوي. ۳۲ ترهګر او ۲۳ بهرنیان وژل شوي دي."

په ویناپاڼه کې دا هم راغلي، چې "د ۳۲ وسله والو یوه ډله، چې درې په کې الجزایریان دي او په چاودېدونکو توکو کې یې تخصص درلود، له ګاونډیو هېوادونو د الجزایر خاورې ته ننوتي دي او په سیمه کې یې ماینونه خښ کړي دي."

الجزایري ځواکونو د امیناس له کارخانې ډېرې وسلې ترلاسه کړې دي، چې کلاشینکوفونه، داشکې، توغندي او ار پي جي او لاسي بمونه هم په کې دي.

وژل شوي او ورک شوي برتانویان

اوباما

اوباما ویلي چې "دغه برید د افریقا په شمال کې د القاعدې او نورو سخت دریځو ډلو له لوري د یوه ګواښ ښکاره پیلامه ده."

بل خوا، د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ ویلي، چې د الجزایر په دغو پېښو کې شپږ برتانویان وژل شوي او یا ورک شوي دي.

وايي یو بل برتانوی هم وژل شوی.

برتانوي لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون ویلي چې "ټول هېواد د دغو وګړو په وژل کېدو غمجن دی."

نوموړی زیاتوي "زموږ لومړیتوب دا دی، چې د وژل شوو برتانویانو مړي خپل هېواد ته ستانه شي."

کامیرون وايي، چې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته د الجزایر له لومړي ویر عبدالمالک سلال سره پر تیلېفون غږېدلی دی.

دی زیاتوي "په دې طریقه د بې ګناه خلکو وژل هېڅ توجیه نه لري."

د "ان اميناس" غازو ايستلو بټۍ د "ان اميناس" ښارګوټي جنوب لوېديځ ۴۰ کيلومترۍ په ټيګتنټورين سيمه کې پرته ده، چې له پلازمېنې الجزيرې نه ۱۳۰۰ کيلومتره واټن لري.

دغه بټۍ د بي پي (برېټېش پېټروليم)، د ناروې سټاټ اويل او د الجزاير د تېلو دولتي شرکت له لوري په ګډه چلول کېږي.

د "ان اميناس" غازو ايستلو بټۍ د "ان اميناس" ښارګوټي جنوب لوېديځ ۴۰ کيلومترۍ په ټيګتنټورين سيمه کې پرته ده، چې له پلازمېنې الجزيرې نه ۱۳۰۰ کيلومتره واټن لري.

برید څرنګه وشو؟

  1. پر ګاډي برید: د جنورۍ په ۱۶ په وسلو سمبالو کسانو دوه هغه بسونه په نښه کړل، چې عین امیناس ته یې د غازو کارکوونکي لېږدول. په برید کې یو برتانوی بل د الجزایر وګړی ووژل شول.
  2. تښتول: اورپکو د الجزایر او نور بهرني کار کوونکي یرغمل ونیول.
  3. پوځ سیمه کلابنده کړه: امنیتي ځواکونو او د الجزایر پوځ هغه سیمه کلابنده کړه، چې کارکوونکي په کې ساتل کېدل.
  4. پوځي عملیات: د جنورۍ په ۱۷، د الجزایر پوځ پر اورپکو برید وکړ او ځینې تښتول شوي یې خوشي کړل. ځینې تښتول شوي خلاص شول، خو ځینې نور ووژل شول.
  5. وروستي عملیات: د الجزایر پوځ د جنورۍ په ۱۹، وروستي عملیات وکړل، چې ۱۱ تښتوونکي ووژل شول، خو تښتوونکو اووه تښتول شوي ووژل. ټول ټال ۲۳ تښتول شوي او ۳۲ تښتوونکي ووژل شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .