مصری کومیډي لوبغاړی وحید سیف ومړ

د خپريدو وخت: 05:26 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391
وحید سیف

وحید سیف د ارواښاد مصري هنرمند فرید شوقي په "د محمد علي واټ" په نامه ډرامه کې لوبېدلی دی.

د مصر د ډرامو او کومیډي په برخه کې وتلی لوبغاړی وحید سیف د تېرې شنبې ورځې پر ماښام د ۷۴ کلونو په عمر ومړ.

مصطفی سید احمد سیف د ۱۹۳۹ کال د جولای پر اوومه دې نړۍ ته سترګې وغړولې، په تاریخ کې یې لیسانس ترلاسه کړ.

د ځوانۍ پرمهال، سیف په اسکندریه کې د ډرامو له ډلې سره یوځای شو.

د لوړو زده کړو په وخت کې یې په ګڼو ډرامو کې ګډون کړی دی، او بیا په "دوی جنت ته ننوځي" ډرامه کې ولوبېده، چې تر هغه وروسته د مصر د کومیډي ډرامې یو وتلی لوبغاړی شو.

وحید سیف د ارواښاد مصري هنرمند فرید شوقي په "د محمد علي واټ" په نامه ډرامه کې لوبېدلی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .