"د الجزایز برمته کوونکي ژوندي نیول شوي"

د خپريدو وخت: 19:58 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

دغه رپوټونه په داسې حال کې ورکول کېږی چې یوه ورځ مخکې د الجزاير حکومت وویل ټول ۳۲ برمته کوونکي وژل شوي دي.

رپوټونه وايي د هغې توندلارې ډلې پنځه تنه شکمن غړي نیول شوي چې په الجزایر کې يې د ګازو کورني او بهرني کارکوونکي برمته کړي وو.

دغه رپوټونه په داسې حال کې ورکول کېږی چې یوه ورځ مخکې د الجزاير حکومت ويلي وو ټول ۳۲ برمته کوونکي وژل شوي دي.

رپوټونه وايي د یکشنبې په ورځ (د جنوري ۲۰مه) د غازو رایستنې کارځای کې لږ تر لږ ۲۵ مړي موندل شوي دي.

دا لا څرګنده نه ده چې دا د برمته کوونکو او که د برمته شویو کسانو مړي دي.

که څه هم د يرغمل نيونې کړکېچ اوس پای ته رسېدلی، خو د الجزاير بېديايي سيمه کې د دغې پېښې په اړه ډېرې پوښتنې لا پاتې دي.

د الجزاير ختيځ کې له ليبيا سره پر پوله د ان اميناس (عين اميناس) غازو را ايستنې پر دغې فابريکه بريد کې د بېلابېلو هېوادونو کارکوونکي ووژل شول.

بريتانيا د دې پخلی کړی چې دری تنه هېوادوال يې وژل شوي، او وايي باور کوي دری نور يې هم وژل شوي دي.

نور او تازه معلومات اوس په راوتو دي، او کېدی شي د لوېديځو هېوادونو له لوري به تر کره او نژدې څار لاندې وي.

د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامرون ويلي د الجزاير بريد په شمالي افريقا او د نړۍ نورو برخو کې د ترهګرۍ پرله پسې ګواښ يو روڼ يادښت دی.

د الجزاير د مخابراتو وزير وويل چې د ان اميناس بريد کې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي، او دا شمېر کېدی شي نور هم لوړ شي.

د فرانسې د بهرنيو چراو وزير لوران فابيوس چې د خپل هېواد پر راډيو يې خبرې کولې وويل د الجزاير چارواکيو په خپل عمل سم ګام پورته کړی دی.

"د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامرون ويلي د الجزاير بريد په شمالي افريقا او نړۍ نورو برخو کې د ترهګرۍ پرله پسې ګواښ يو روڼ يادښت دی"

هغه زیاته کړه "هغه څه چې ټول يې بايد په ذهن کې وساتي دا خبره ده، يو شمېر هغو ترهګرو چې د غازو پر بټۍ يې بريد وکړ، وژونکي دي. دوی غلا، تېری، لوټل او وژل کړي دي. نو حالت د زغم نه و، زه وايم چې د ترهګرو لپاره د خونديتوب ځای نه شته او نه به وي"

ولسمشر باراک اوباما د نړۍ هغو مشرانو ترمنځ دی، چې د دغې پېښې په اړه يې غبرګون څرګند کړی او ويلي يې دي چې القاعده او وسره تړلې ډلې به دروي او مخنيوی به يې کوي.

د الجزائر د مخابراتو وزير وويل بريدګر لږترلږه له ۶ هېوادونو دي. ده دا هم وويل د يرغمل دغه پېښې کې د وژل شويو شمېر کېدی شي لا نور زيات شي.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېټا چې لندن کې و، وویل "هڅه کوو د حالت په اړه خبر اوسو. ډېری معلومات لا تر اوسه ناڅرګند دي. پوهېږو چې خلک وژل شوي، او زه ژمنه کوم د دغه مسئلې پر سر به خپلې نژدې سلامشورې روانې ساتو، تر هغه چې کړکېچ په ورستي ډول پای ته ورسېږي. لکه څنګه چې موږ د خپلو ښارونو پر وړاندې ترهګر بريدونه نه شو منلی، په همدې توګه بهر کې هم د خپلو خلکو او ګټو پر وړاندې بريدونه نه منو"

د يرغمل نيونې کړکېچ د تېرې چارشنبې پر ورځ هغه مهال پيل شو چې اورپکيو په کې پر دوو بسونو چې بهرنيان يې لېږدول، بريد وکړ.

د بريد پر مهال يو بريتانوی او يو الجزايری ووژل شول. بريدګرو بيا الجزايري او بهرني کارکوونکي د يرغمل په توګه د ودانيو دننه بوتلل، چې الجزايري پوځ سمدلاسه کلابند کړل.

د غازو ايستلو دغه بټۍ د "ان اميناس" ښارګوټي جنوب لوېديځ ۴۰ کيلومترۍ په ټيګتنټورين سيمه کې پرته ده، چې له پلازمېنې الجزيرې نه ۱۳۰۰ کيلومتره واټن لري.

دغه بټۍ د بي پي (برېټېش پېټروليم)، د ناروې سټاټ اويل او د الجزاير د تېلو دولتي شرکت له لوري په ګډه چلول کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .