بلغاریا کې پر سیاسي مشر وسله وال برید شوی

د خپريدو وخت: 07:20 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

بلغاریا کې پر سیاستوالو ډېر لږ دغه ډول بریدونه کېږي.

پوليسو په بلغاريا کې هغه سړی نيولی چې سټېج ته وخوت او د هېواد د توکميز ترکش ګوند د مشر پر سر يې تمانچه ور کېښوده. احمد دوګان هغه مهال په صوفيه کې يوې غونډې ته خبرې کولې.

نيول شوی سړی د امنيتي ځواکونو او فعالينو له لوري پر ځمکه وپرځول شو او په لغتو او سوکانو ووهل شو. پوليس وايي تورن د تورې بحيرې د ښارګوټي برګاس يو ترک وو. دغه پېښه د شنبې په ورځ د هېواد په پلازمېنه صوفیه کې د احمد دوګان د ګوند د کانګرې پر مهال وشوه.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر سیویتان سیویتنوف ویلي برید ګر دوه ځلې هڅه وکړه، چې پر ښاغلي دوګان ډزې وکړي، خو ښايي تمانچې یې کار ونه کړ. احمد دوګان، چې د حقونو او ازادۍ د تحریک( ایم ار ایف) نومي ګوند مشر دی، له دغه بریده روغ وتلی او هېڅ ډول زیان ورته نه دی رسېدلی.

په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې له برید ګر سره اصلي تمانچه وه، خو وروسته وویل شول، چې هغه له ځان سره ګازي تمانچه درلوده، چې معمولاُ له ځانه د دفاع لپاره کارول کېږي، خو که دغه تمانچه له نژدې وکارول شي، نو له امله یې سخت ټپونه رامنځ ته کېږي.

پولیسو برید ګر کابو کړ او له هغه نه دوه چاقوګان هم تر لاسه شول. برید ګر ۲۵ کلن او د برګاس سیمې اوسېدونکی دی.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر وايي د برید ګر ماضي ښه نه ده او له دې مخکې هم د نشه یی موادو ساتلو، غلا کولو او انتشار رامنځ ته کولو په جرمونو ککړ و. ازاد خیال ایم ار ایف ګوند بلغاریه کې د ترک الاصله او نورو مسلمانو لږکیو استازیتوب کوي.

"د بلغاریې ټولنه معمولاً د بیلا بیلو توکمونو او مذهبونو د خلکو تر منځ د زغم او د یوه بل د درناوي لپاره پېژندل کېږي او په یوه دیموکراتیک هېواد کې دغه ډول اقدام د منلو نه دی."

روزن پلیفنیلو

دغه هېواد کې د ترکانو او نورو مسلمانانو نفوس نژدې اووه میلیونه وګړي دی، چې د ټول نفوس شاوخوا ۱۲ سلنه جوړوي.

احمد دوګان ۵۸ کلن دی او له ۲۵ کلونو راهیسې د خپل ګوند مشرتوب کوي. د دې پېښې په اړه د بلغاریې ولسمشر روزن پلیفنیلو وویل:

"د بلغاریې ټولنه معمولاً د بیلا بیلو توکمونو او مذهبونو د خلکو تر منځ د زغم او د یوه بل د درناوي لپاره پېژندل کېږي او په یوه دیموکراتیک هېواد کې دغه ډول اقدام د منلو نه دی."

بلغاریا کې پر سیاستوالو ډېر لږ دغه ډول بریدونه کېږي، خو د ۱۹۹۶ کال کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر اندرې لیوکانوف مړی خپل کور ته څېرمه وموندل شو، چې په ډزو وژل شوی و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .