باراک اوباما د ولسمشرۍ دوهمې دورې لوړه وکړه

د خپريدو وخت: 17:59 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391
باراک اوباما

ښاغلی اوباما چې د خپل عمر ۵۱ کلنۍ کې دی او د امريکا ۴۴ ولسمشر دی

باراک اوباما سل ګونه زره نندارچيانو پر وړاندې د امريکا دوهمې دورې ولسمشر په توګه په واشنګټن ډي سي کې لوړه وکړه.

ښاغلی اوباما چې د خپل عمر ۵۱ کلنۍ کې دی او د امريکا ۴۴ ولسمشر دی د مشر قاضي جان رابرټس له لوري يې لوړه واخيستل شوه.

د دوهمې دورې پيل وينا کې دغه ډيموکراټ ولسمشر اوس د ۴ کلونو لپاره خپل لرليد په ګوته کړ.

ده وويل "د امريکايانو دغه نسل په داسې کړکېچونو ازمويل شوی، چې زموږ هوډ يې پولادين کړی او زموږ زغم يې ثابت کړی دی".

ښاغلي اوباما زياته کړه"يوه لسيزه جګړه اوس پای ته رسېږي. اقتصادي رغېدا پيل شوې. د امريکا ترمخ شونتياوې بې کچې دي."

ولسمشر اوباما په خپله وينا کې پر امريکايانو له وخت د ګټې اخيستو غږ وکړ او ويې ويل "هېوادوالو امريکايانو، موږ دې شېبې لپاره جوړ شوي يوو، او موږ به تر هغه ترې ګټه اخلو، چې په ګډه يې ګام پورته کړو."

له اندازې زياتو ګونديزو هلو ځلو څلور کلنې مودې وروسته چې په پر له پسې ډول په کې له جمهوري غوښتونکيو سره لاس او ګرېوان و، ده واشنګټن وننګاوه چې د خپلو سياستونو او تګلارو بڼه کې بدلون راولي.

پرته له دې چې د کومې ځانګړې تګلارې سپارښتنې په ګوته کړي، ښاغلي اوباما وويل امريکا بايد د ماليو قانون کې سمون راولي، د پوهني نظام اصلاح کړي، د راويې ورکونې نظام نوی کړي او هم د اقليمي بدلون ستونزې درملنه وکړي.

رسمي لوړه

چارواکي د ولسمشر اوباما لوړې مراسمو ته د ورغليو خلکو شمېر ۷۰۰ زره اټکل کړی

د امريکا پلازمېنه کې د دوشنبې ورځې (د جنورۍ ۲۱ مې) د ولسمشرۍ پيل لمانځنو کې پرېډ او د موسيقۍ نندارې شاملې وې.

ده په رسمي توګه خپله لوړه د يکشنبې/اتوار په سپينه ماڼۍ کې وړو مراسمو کې وکړه، ځکه چې د امريکا له اساسي قانون سره سم د ولسمشرۍ دوره د جنورۍ پر ۲۰ مه پيلېږي.

باراک اوباما چې کيڼ لاس يې د امريکا مدني حقونو افسانوي مشر مارتن لوتر کېنګ او ولسمشر ابراهام لېنکن پر انجيل ايښی و، په مشر قاضي پسې يې خپل هېواد ته د وفادراۍ لوړې کلمې تکرارولې.

مخکيني ولسمشران بېل کلېنټن او جيمي کارټر له لسګونو سناتورانو، استازيو جرګې غړيو او نورو مخورو سره په دغو مراسمو کې ګډون درلود، چې د امريکا کاپيټول کې ترسره شول.

چارواکيو د ولسمشر اوباما د لوړې مراسمو ته د ورغليو خلکو شمېر ۷۰۰ زره اټکل کړی، چې په ۲۰۰۹ کال کې د لومړۍ دورې پيل مراسمو په پرتله خورا کم و.

هغه مهال ۱،۸ مليون وګړيو د ښاغلي اوباما ليدو ته ورغلي وو، چې د امريکا د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه يې لوړه کوله.

په ۲۰۰۵ کال کې د ولسمشر جورج بوش دوهمې دورې پيل مراسمو ته ۲۶۰ زره کسان ورغلي وو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .