پر سګرټو بندیز ماشومانو کې ساه لنډې لږ کړې

د خپريدو وخت: 13:03 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

د څېړونکو په وینا اوس مهال ډېر خلک کورونو کې دننه هم له سګریټ څکولو ډډه کوي.

انګلستان کې څېړونکي وايي د سګړټ څکولو په اړه د بندیز قانون له پلي کېدو وروسته د تنفسي ناروغیو له امله په روغتون کې د بستر کېدونکو ماشومان شمېر لږ شوی دی.

له څېړنې سره سم په بندو عامه ځایونو کې پر سګرټ څکولو له بندیز وروسته د سختې ساه لنډۍ له امله د بستر کېدونکو ماشومانو په شمېر کې ۱۲ سلنه لږوالی راغلی.

د څېړونکو په وینا اوس مهال ډېر خلک کورونو کې دننه هم له سګرټ څکولو ډډه کوي.

د سرمحقق څېړونکي پروفیسر کرسټوفر مېلټ په وینا د سګرټ څکولو د بندیز د قانون له امله داسې پایلې تر لاسه شوې، چې ډېره تمه یې نه کېده.

د نوموړي په وینا موږ داسې فکر کوو، له هغه وروسته چې په سګرټ څکولو د بندیز اړوند قانون پلي شو، خلک کورونو کې هم د سګرټ نه څکولو عادت خپلوي، ځکه دوی په عامه ځایونو کې د سګرټ نه څکولو ګټې ولېدې او اوس له هم دې امله په کورونو کې دننه هم له سګرټ څکولو ځان ژغوري، له دې نه ماشومانو ته ډېره ګټه رسېږي، ځکه چې دوی په دې توګه د سګرټ له لوګي ژغورل کېږي.

د لندن د امپریال کالج څېړونکو د این ایچ ایس د ۲۰۰۲ کال شمېرو ته هم پام کړی.

پیډیاټرک ژورنال کې د خپلو څېړونو له وړاندې کولو سره څېړونکو ویلي، په ۲۰۰۷ کال کې د یاد قانون له پلي کېدو مخکې د تنفسي ناروغیو له امله په روغتون کې د بستر کېدونکو ماشومانو شمېر هر کال دوه سلنه ډېرېده.

دغه لږوالي د کم عمره ماشومانو، نجونو، هلکانو، بې وزله، شتمنو، ښاري او کلیوالو ټولو په شمېر کې لېدل شوی دی.

"د څېړونکو له څرګندونو سره سم د شمېرو له مخې د درې کلونو په موده کې نژدې ۶۸۰۰ ماشومان په روغتون کې له بستري کېدو ژغورل شوي دي."

د روغتیا پالنې خیریه ادارې (ایستهما یوکې) اړوندې ایملې ایمفریز دغه څېړنه په زړه پورې بللې.

د نوموړې په خبره موږ د دې لپاره کار کاوه، دا ډېره ښه ده، چې په عامه ځایونو کې پر سګرټ څکولو د بندیز له قانون وروسته د هغو ماشومانو شمېر لږ شوی، چې د تنفسي ناروغیو له امله په روغتونونو کې بستري کېدل.

د هغې په خبره موږ پوهېدو ، چې په غیر مستقیم ډول د سګرټ څکول زیانمونکي دي، چې له امله یې ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته کېږي او هغوی په روغتونونو کې بستري کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .