ملګري ملتونه د ډرون بریدونو په اړه پلټنه کوي

د خپريدو وخت: 20:01 گرینویچ - پنجشنبه 24 جنوري 2013 - 05 سلواغه 1391

ټاکل شوی د دې پلټنې جزییات په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندي شي.

ملګري ملتونه د بې پیلوټه امریکايي الوتکو ډرون د هغو بریدونو په اړه پلټنې کوي چې ملکي کسان په کې وژل شوي دي.

په دې پلټنې کې په افغانستان، پاکستان، یمن، فلسطیني سیمو او سومالیا کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کتل کېږي.

د دې پلټنې مشر او بریتانوی وکیل بن ایمرسن وايي د ډرون په بریدونو کې زیاتوالی باید په قانوني چوکاټ کې وي.

هغه زیاته کړه چې هغه جدي قانوني مسلې به را پرانيزي چې په اړه یې همغږي نه شته. باید ومنو چې دا ټیکنالوژي شته او نړۍ هم باور وکړي چې په جګړه کې د ډرون استعمال یو حقیقت دی. خو دا اوس اړینه ده چې د ډرون د استعمال په اړه مناسب جوړښتونه او قانون جوړ شي.

د رپوټونو له مخې په دې پلټنه کې به ۲۵ بریدونه ارزول کېږي او هغه امریکایی برید به هم په کې شامل وي چې ویل کیږي په ۲۰۱۱ کال کې په کې تر شاوخوا ۴۰ ملکي وګړي ووژل شول.

ښاغلی ایمرسن وايي متحده ایالاتو په دې پلټنه کې د همکارۍ مخنیوی نه دی کړی. ده زیاته کړه د بشري قوانینو له مخي د هغو راپورونو ارزونه یوه اړتیا ده چې ښایې جنګي جرمونه په کې ترسره شوي وي .

"د ډرون په بریدونو کې زیاتوالی باید په قانوني چوکاټ کې وي."

ایمرسن

ټاکل شوی د دې پلټنې جزییات په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندي شي.

د ډرون د بریدونو دفاع کوونکي وايي ډرون دقیقه نښه ولي او په بریدونو کې یې ملکي تلفات کم وي خو مخالفین یې دا خبره نه مني او وايي چې، د بي پیلوټه الوتکو په بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي چې په اړه یې شواهد هم شته.

په دې ورستيو کې په کونړ او نورستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ډير شوي چې د رپوټونو له مخې په ځينو کې ېې دالقاعدې غړي او نور ځاي مهم ولسوال په نښه شوي.

په تېرو څو مياشتو کې په يمن کې چې ويل کېږي القاعده په کې فعال دي د امريکا د ډرون برېدونه ډېر شوي دي.

پاکستان کې هم د ډرون بریدونو له امله ډېر لاریونونه وشلو چې په کې یو شمېر پاکستاني مشران هم ګډون کړی و.

د ډېرو نورو پاکستانيانو په څېر د تحریک انصاف مشر عمران خان ټينګار کوي د بې پيلوټه الوتکو بريدونو کې ګڼ شمېر ملکي خلک وژل کېږي، او د اورپکيو د ملاتړ زياتوالي ته لار هواروي.

خو امريکايي چارواکي بيا له خپل لوري پر دې خبره زور راوړي چې د بې بيلوټه الوتکو بريدونو کې ملکيانو ته ډېر کم زيان رسېږي، او ګنې دا د طالبانو او القاعدې پر وړاندې اغېزناکه وسله ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .