ایا هند بدلېدی شي؟

د خپريدو وخت: 21:21 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

کميسيون وايي هغه جنسي تيري کوونکي چې قربانيان يې خپل ژوند له لاسه ورکوي نو بايد خپل پاتې ټول عمر د زندان د تمبو تر شاه تېر کړي

هند کې يوې حکومتي جرگه گۍ (کميسيون ) د ښځو په وړاندې له جرمنو سره په چلند کې د پراخو بدلونونو وړانديز کړى.

دغه درې کسيزه جرگه گۍ چې مشري يې د هند قاضي القضات جې اېس ورما کوي تېره مياشت وروسته له هغې د دغه هېواد د زبرزنا په قوانينو کې د سمون راوستو په موخه وټاکل شوه چې په پلازمېنه ډهلي کې پر يوې ٢٣ کلنې انجلۍ ترهونکي ډله ييز جنسي تيري پراخ احتجاجونه او بحثونه وپارول.

د هند د زبرزنا ضد قوانينو د ارزونې جرگه گۍ له جنسي تيري سره د اغېزمنې مبارزې په برخه کې د هند له ولس، د ښځو د مدافعې ډلو، کارپوهانو او آن د برتانيا، کاناډا او سويلي افريقا په گډون له ځينو هېوادونو نه شاو خوا اتيا زره سپارښتنې ترلاسه او په دې رڼا کې يې حکومت ته په يوۀ چمتو کړي رپوټ کې د سمونونو يو لړ وړانديزونه کړي.

د وړانديزونو مهم ټکي

د جنسي تاوترخوالي د تعريف پراخېدا.

د محاکمې او اپيل ( استيناف غوښتنې ) چټک بهير

له پوليسو ډېر حساب غوښتل، د قانون ښه پلي کېدل، د قانون د پلي کوونکو په ذهنيت کې بدلون رامنځ ته کول.

د جگړې په سيمه کې د هغو پوځيانو پر وړاندې سخت چلند چې په زبرزنا پړۀ وبلل شي

جنسي موخو لپاره د ښځو د پېر او پلور په ضد سخت گام اخيستل. قاضي ليلا سېت چې د دغې جرگه گۍ غړې ده وايي پوليس د جنسي تيري شکايتونه جدي نه اخلي

"پوليس د جنسي تيري شکايتونه جدي نه اخلي"

قاضي ليلا سېت

بنسټيز تعصب

کميسيون وايي هغه جنسي تيري کوونکي چې قربانيان يې خپل ژوند له لاسه ورکوي نو بايد خپل پاتې ټول عمر د زندان د تمبو تر شاه تېر کړي خو ورته د اعدام د سزا سپارښتنه نه کوي چې احتجاج کوونکويې په ټينگه غوښتنه کوله. د يادې جرگه گۍ غړي وايي د دولت کار يواځې سزا ورکول نه چې د ښځو په وړاندې د جرمنو مخنيوى دى او اړتيا ده چې قانون قانون سم پلى شي.

قاضي ليلا سېت چې د دغې جرگه گۍ غړې ده وايي پوليس د جنسي تيري شکايتونه جدي نه اخلي او د ټولنې د کمزورې برخې په وړاندې يو بنسټيز تعصب (توپيري چلند) روان دى.

په هند کې هر کال زرگونه ماشومان له زېږېدو وړاندې له دې امله زيانېږي چې انجوني دي او دغې چارې، دې ته لاره پرانيستې چې ښځو شمېر د نارينو په پرتله کم شي.

نه يواځې په کوچنيو کليو او لېرې پرتو سيمو کې بېوزلې کورنۍ چې آن په ښارونو کې او د منځني او شتمن پوړ خلک هم زامن پر لورگانوغوره گڼې.

په هند کې د بي بي سي خبريال اندرو نارت وايي که څه هم حکومت ډله ييز جنسي تېرى غندلى او د محاکمو د نوي چټک بهير ژمنه يې کړې خو هېڅ يوۀ سياستوال شته پراخو دوديزو مسئلو ته گوته نه ده نيولې.

د بدلون نښې

خو بيا هم يو څه په بدلېدو دي، د زبرزنا يوه قربانۍ چې اوس هم د نياو او عدالت د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي او په شويو احتجاجونو کې هم چې ويل کيږي آن ځينو سړيو هلته هم د مېرمنو د ځورولو هڅې کولې وايي:

" په دې حېرانه شوم چې څومره ځوانان رامخې ته شول، زما او زما د ملگرو گرد چرپېره يې يوه کړۍ جوړه کړه چې څوک موږ ته را نږدې نه شي"

بل لوري ته د بالي وود په فلمي صنعت کې هم پر فلم جوړونکو او موسيقارانو هم د هغو فلمونو او سندرو د توجيه کولو لپاره ناببره فشار ډېر شوى چې مېرمنې د جنسي وسيلې په توگه انځوروي.

داسې بريښي حالات هغه لوري ته درومي چې د تېرې نژدې مودې احتجاجونو پرمهال يې په شعارونو کې غوښتنه کېدله، دا چې "راځئ لومړى خپلو کړنو ته وگورو".

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .