نړيواله اقتصادي غونډه د ډب اقتصاد د خوځولو په لټه کې

د خپريدو وخت: 16:50 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

غونډې د بحثونو رسمي پايلې، تړون، يا اعلاميې نه اعلانېږي خو بلونکي یې هيله لري چې برخه وال یې سره اندونه او نوښتونه شريک کړي

د سويس د ډاوس په تفريح ځای کې د نړيوال اقتصادي فورم The World Economic Forum کلنۍ غونډه پيل شوه.

په دې غونډه کې د نړۍ ډېر شمېر اغېز لرونکي شخصيتونه چې ۴۵ په کې د هېوادونو مشران دي برخه اخلي او د نړۍ په اقتصادي وضعيت او يو شمېر مهمو مسئلو به په ازاده فضا کې غږېږي.

۴۳ کاله مخکې د نړۍ د دې پراخې اقتصادي غونډې بنسټ کېښودل شو چې د ډاوس د غونډې په نوم يادېږي.

د دې نړيوالې غير رسمي غونډې موخه دا ده چې د کار له فشاره لرې په تفريحي چاپېريال کې د نړۍ مخور اقتصاد پوهان، سياستوال، سوداګر، د نړيوالو شرکتونو مشران، او پوهان په خپل منځ کې د نړۍ په اقتصادي ستونزو او پرمختګونو د بحث کولو لپاره راغونډ کړي.

په غونډې د بحثونو رسمي پايلې، تړون، يا اعلاميې نه اعلانېږي خو بلونکي یې هيله لري چې برخه وال یې سره اندونه او نوښتونه شريک کړي او د خپلو ټولنو د پرمختګ لپاره ترې کار واخلي.

سږ کال د ډاوس په غونډه کې ۲۵۰۰ اغېزمن شخصيتونه برخه اخلي چې د مهمو سياستوالو تر څنګ په کې سوداګر، او د سلګونو مهمو سوداګريزو شرکتونو، مدني ټولنو، ښوونېزو ادارو، او رسنیو مشران هڅه کوي چې د نړۍ ټپي اقتصاد ته د "نرم خوځښت" عنوان لاندې درمل ومومي.

اقتصادي بحران

دا غونډه لکه څومره چې اقتصادي ده، همدومره سياسي هم ده. په ۲۰۰۸ کال کې ولسمشر کرزي ددې غونډې میلمه و او په افغانستان کې يې د برتانيه په تګلارو نيوکه وکړه.

د نړۍ اقتصادي بحران له ۲۰۰۸ کال راهيسې روان لري چې د اروپا يو شمېر هېوادونه لکه یونان، اسپانیا، ایسلنډ، او ايټاليا یې د سختو اقتصادي او سياسي ننګونو سره مخامخ کړي دي.

ډېری هېوادونه چې له دې ستونزو د وتلو په لټه کې دي هیله من دي چې په ډاوس کې به له نورو داسې څه واوري چې د دوی د ستونزو د حل راز به هم په کې نغښتی وي.

خو یو شمېر نړيوال شرکتونه به د سوداګريزو فرصتونو ترلاسه کولو او نویو بازارونو موندلوپه هڅه کې وي.

د ډاوس کلنۍ غونډه د بنډارونو تر څنګ د اړيکو پراخولو لپاره يو ښه فرصت دی.

د دې نړيوال اقتصادي فورم بنسټ ايښودونکی کلاوس سچوب د دې فورم د موخې په اړه وايي چې نن خلک په يوه پېچلي وخت کې ژوند کوي، خلک له يوه بل سره تړلي او يو بل ته اړ دي.

د چلنجونو سره فرصتونه راځي نو ځکه مهمه ده چې نوي رهبران د خطرونو سره د مخامخ کېدو لپاره هوښيارې تګلارې غوره کړي.

د "نرم خوځښت" د عنوان لاندې بحثونه او بنډارونه به هڅه کوي چې د نړۍ ډب اقتصاد په خوځښت راولي او د بېلا بېلو سکتورونو او ټولنو لپاره د اقتصادي پرمختګ په حل موندلو کې مرسته وکړي.

سره له دې چې سږکال د امريکا د متحده ايالاتو د پور د لوړوالي مسأله په اوج کې ده، د اروپايي ټولنې د يو شمېر غړو ستونزې لا دوام لري.

په ټوله کې نړيوال اقتصاد د رکود په حال کې دی، خو بيا هم سږنۍ غونډه د تېر کال په پرتله په نسبي توګه په ارامه فضا کې کېږي.

تېر کال د اروپايي ټولنې د مالي سيستم د نړيدو وېره وه چې د ډاوس د غونډې چاپيريال یې تر ډېره اندېښمن کړی و. سږه کال د سيستم د نړېدو په مخنيوي نه بلکې د ښه حل پر موندلو خبرې کېږي.

دا غونډه لکه څومره چې اقتصادي ده، همدومره سياسي هم ده.

ولسمشر حامد کرزی او يو شمېر افغان وزيران هم په ۲۰۰۸ کال کې دې غونډې مېلمانه وو چې ولسمشر کرزي په افغانستان کې د برتانيا پر تګلارو نيوکه وکړه.

دا غونډه کله کله د سياسو کشمکشونو ډګر شي. لکه په ۲۰۰۹ کال کې چې د ترکيې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان او اسرائیلي ولسمشر شېمان پېریس ترمنځ د غزې په اړه لفظي شخړه را منځ ته شوه.

اردوغان بحث پرېښود او وروسته د دواړو خواو دېپلوماتيکې اړيکې په خرابېدو شوې.

دا غونډه کله کله د سياسو کشمکشونو ډګر شي لکه په ۲۰۰۹ کال کې د ترکيې د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان او اسرائیلي ولسمشر شېمان پېریس ترمنځ د غزې په اړه لفظي شخړه را منځ ته شوه

د راتلونکې يوې اوونۍ په ترڅ کې به ډېر سیاسي مشران د غونډې برخه والو ته مهمې ويناوې کوي چې د ډېرو هېوادونو اقتصادي او سياسي تګلارې به روښانه کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون او د برتانيا لومړی وزير ډيوډ کېمېرون به د نړۍ پر اقتصادي پرمختګ، د روسيې لومړی وزير دېمتري مېدويډوف به د روسيې، د ايټالې لومړی وزير او د اروپا د مرکزي بانک مشر ماريو دراګي به د يورو کارونکو هېوادونو د راتلونکي او د ستونزمنو اروپايي هېوادونو سره د مرستې د تصور، او د ماليزيا لومړی وزير محمد نجیب د ځوانانو د بې روزګارۍ په اړه خبرې کوي.

په عربي نړۍ کې سياسي بدلونونه د دې غونډه يوه ګرمه موضوع ده. د مصر، لبنان، فلسطين، ليبيا، قطر، او مراکش لومړي وزيران به په عربي نړۍ کې په تحولاتو او د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو به د سوريې په راتلونکې خبرې کوي.

د نړۍ په اقتصادي حالت سر بېره به د بې وزلۍ په ورکولو د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون او د نړۍ په سياسي بدلونونو به د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو پخوانی وزير هنري کيسنجر ويناوې کوي.

ځينې نيوکه کوي چې ډاوس تر ډېره د سرمایه دارو غونډه ده او هماغه خلک چې د اقتصادي تګلارو او کړنو په پايله کې یې نړۍ هر څو لسيزې وروسته د سختو اقتصادي بحرانونو سره مخ کېږي بيا بيا په ډاوس کې د نړۍ اقتصادي اجنډا د بحث کولو لپاره راغونډېږي.

خو بيا ځينې نور وايي چې د غونډې برخه وال د نړۍ له مهمو مشرانو څخه دي چې د نړۍ اقتصادي تګلارې جوړوي او په اقتصادي ستونزو، په اقتصاد کې د ښځو پر ونډې، د ځوانانو په بې کارۍ د غور کولو له لارې سږه کال غواړي د نړۍ اقتصادي ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي او د نړۍ په ډب اقتصاد کې خوځښت راولي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .