اسراییل: د پراخ بنسټه واکمن اتحاد جوړولو اعلان

د خپريدو وخت: 05:55 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

لومړي وزیر نتنیاهو ویلي د حکومت په وړاندې به یې لومړۍ ننګونه اتومي وسلو ته له لاسرسي نه دایران مخنیوی کول وي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د خپل هېواد په ټولټاکنو کې له یو څه برلاسي تر لاسه کولو وروسته ویلي، چې یو پراخ بنسټه واکمن اتحاد به جوړ کړي.

د اسراییلو په ټولټاکنو کې تر اوسه جاري شوې پایلې ښيي، چې د لومړي وزیر بنامین نتنیاهو د واکمن اتحاد د چوکیو شمېر ۳۱ ته رسېږي، چې دا مهال ۴۲ دي.

د نتنیاهو خپل ګوند لیکود او دغه راز د هغه اتحادي ګوند ، یسراییل بیت نو د یوه نوي منځ لاري ګوند یاش اتید په وړاندي خپل محبوبیت له لاسه ورکړی چې تمه کېږي، په وروستیو پایلو کې به یې دویم مقام وي.

لومړي وزیر نتن یاهو ویلي د حکومت په وړاندې به یې لومړۍ ننګونه اتومي وسلو ته له لاسرسي نه دایران مخنیوی کول وي او دی به د یوه پراخ بنسټه دولت جوړولو لپاره نورو ګوندونو ته بلنه ورکړي.

مذهبي توکم پال ګوند بیت یهودي هم څرګند بریالیتوب تر لاسه کړی او تمه کېږي، چې نتنیاهو به دغه ګوند ته هم په اییتلاف کې د شاملېدو بلنه ورکړي.

اسراییلو کې د سې شنبې په ورځ ټولټاکنو کې ډېرو رایې اچوونکو برخه واخیسته او له همدې امله لېبر او منځ لارو ګوندونوته ګټه ورسېده.

د اسراييلي پارلمان (کنست) د ۱۲۰ چوکیو لپاره ۲۳ سیاسي ګوندونو په ټولټاکنوکې برخه واخیسته.

اسراییلو کې د سیاسي ګوندونو لپاره ضروري ده، چې د چوکۍ تر لاسه کولو لپاره لږ تر لږه د رایې اچوونکو دوه سلنه رایې تر لاسه کړي.

اوسمهال پارلمان کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګوند لیکود او سخت دریځي توکمپال ګوند یسراییل بیت نو ۴۲ چوکۍ لري.

د ټاکنو د پایلو اړوند نظرسنجونې ښيي لیکود او یسراییل بیت نو اتحاد به د ۳۱ چوکیو په تر لاسه کولو بریالی شي او مذهبي توکمپال ګوند بیت یهودي به وتوانیږي، چې ۱۲ چوکۍ تر لاسه کړي.

دغه راز اټکل کېږي، چې د ټلویزیون د مشهور شخصیت یاییر لاید په مشرتابه، نوی سیکولر ګوند یاش اتید به تر ۱۹ پورې چوکۍ تر لاسه کړي.

د نتنیاهو خپل ګوند لیکود او دغه راز د هغه اتحادي ګوند، یسراییل بیت نو د یوه نوي منځ لاري ګوند یاش اتید په وړاندي خپل محبوبیت له لاسه ورکړی.

شنونکي د نوي ګوند لپاره په دومره شمېر چوکیو تر لاسه کولو حیران کړي دي.

یایر لاید ویلي تر هغه وخته به د نتنیاهو سره اتحاد و نه کړي، چې نوموړی له فلسطینیانو سره د خبرو اترو د لړۍ پر مخ بیولو ژمنه و نه کړي.

د یاش اتید ګوند یوه مشر یاکو پېري ویلي موږ سرې کرښې لرو او که له اپوزېسیون سره کښېناستو ته اړ شو، هم به ترې تېر نه شو.

له لومړنیو اټکلونو سره سم لېبر ګوند به شاوخوا ۱۷ چوکۍ تر لاسه کړی، چې په اوسني پارلمان کې ایله اووه چوکۍ لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .